د ترکیې د عدالت او پراختیا ګوند د امریکا پر خلاف سخت غبرګون وښود

د ترکیې د عدالت او پراختیا ګوند ویاند  عمر چیلیک  وویل ، ترکیې لپاره امنیتي مسایل  په لومړیتوب کې قرار لري  او هیچا ته په هیڅ وخت  کې  لاسوهنې ته اجازه نه ورکوي.

1121827
د ترکیې د عدالت او پراختیا ګوند  د امریکا پر خلاف سخت غبرګون وښود

 

عمر چیلیک  دا څرګندونې  د ګوند د اجراییوي شورا د غونډې نه وروسته  وکړې. هغه وویل  که چیرې  امریکا په واقعیت سره د ترکیې  متفق او ستراتیژیک شریک  وي  د هر څه لومړی  باید  ترکیې  امنیت ته پاملرنه وکړي.

خو  د امریکا لخوا د یو ترهګریز سازمان نه  د خپل متفق په توګه یادونه  ډیر زیات  د خواشینۍ ځای دی.

هغه وویل  که چیرې هر څوک  د ترکیې جمهوري دولت ته وايي چې  کوردانو سره  غرض  مکوۍ  هغوې  لومړی  باید  په اینه کې خپل ځان ته وګوري.

هغوي  په کوردانو  کړو  ظلمونه باید راپه یاد کړي. ترکیه  په سیمه کې  لکه څرنګه چې د عربانو او ترکمنانانو دوست  دی  په همدې شان  د کوردانو هم  دوست  دی. کوردانو د حق نه هم  دفاع کوي. تاریخ  ددې خبرې شاهد  دی.

ټول پدې ښه پوهیږي چې د سیمې د خلکو یواځنۍ دوست  ترکیه  دی. پدې باید هر سړی  ځان ښه پوه کړي چې  هیڅوک  د کوردانو د حق او حقوقو نه  د دفاع په برخه کې ترکیې ته  درس  ورکولی نشي. ځکه چې د کوردانو یواځنی  او تر ټولو ستر دوست  هیواد  ترکیه  دی.

همداشان  د ترکیې لپاره امنیتي مسايل  په لومړیتوب کې قرار لري. هیچا ته پدې برخه کې  د لاسوهنې  حق نه ورکوي. لکه څرنګه چې مو  مخکې هم  ویلي دي ترکیه به یوه شپه په ناڅاپي توګه په سوریه کې د فرات سیند  ختیځو برخو ته  داخله  او په پوځي عملیاتو به پيل وکړي.   



اړوند خبرونه