د ترکیې د ایدرنې په ولایت کې درې تنو ناقانونه کډوالو مړي وموندل شول

د ترکیې د ایدرنې په ولایت کې  د دریو تنو  ناقانونه کډوالو  مړي  چې  ویل کیږي  یخ وهلي دي  وموندل شول.

1099995
د ترکیې د ایدرنې په ولایت کې درې تنو ناقانونه کډوالو مړي وموندل شول

د ترکیې د ایدرنې په ولایت کې  د دریو تنو  ناقانونه کډوالو  مړي  چې  ویل کیږي  یخ وهلي دي  وموندل شول.

د ایدرنې ولایت نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې  یو شپونکي  په سرحدي کلي کې  د  یو تن په مځکې پروت  ولید  او  سمدلاسه  ژاندارم  ځواکونو ته  خبر ورکړ. ژاندارم  ځواکونو سیمې ته  روغتیايي ډله واستوله. روغتیايي ډلې  د معاینې نه وروسته  معلومه شوه چې نوموړي کس  چې  پوره جامې هم  په تن  نه درلودې  د یخ له امله  ژوند د لاسه ورکړی دی. نوموړی مړی  د لا زیاتو معایناتو په خاطر  د استانبول  عدلي طب ته  انتقال شوی دی.

د سیمې پولیسو ویلي دي چې  مړ شوی  کس  د افغانستان  وګړی  دی  او ګمان کیږي چې  د یونان  د پولیسو لخوا  ترینه جامې  اخیستل شوي وي او بیرته  ترکیې لوري ته رالیږل شوی وي.

د بله پلوه په ایدرنې ولایت کې په ځنګل کې دوه نور مړي هم  موندل شوي دي چې هغوې هم  په بدن  پوره جامه  نده  درلوده. دې کسان هم  د یخ  له کبله ژوند د لاسه ورکړی دی.

همداشان امنیتي ځواکونو  په نوموړې سیمه  کې  یو تن  بل افغان ناقانونه کډوال چې  د یونان د پولیسو لخوا  ترینه د جامو  د اخیستو نه وروسته  بیرته ترکیې ته رالیږل شوی وو  ونیو. د جمال الدین ملنګي په نامه  دې افغان کډوال  خبریالانو ته وویل چې  د ترکیې  نه یونان ته  د تیریدو نه وروسته یو کلي ته ورسیدو. د کلیوالو دروازې مو وټکولې او د مرستې غوښتنه مو وکړه. لنډه موده وروسته  یوناني پولیسو راورسیدل  او مونږ يي ونیولو. پولیسو لومړی  د پولیسو مرکز ته  یوړو  او وروسته يي په یو موټر کې  سپاره کړو  او ساحل ته يي راوستو. په ساحل کې په یوې کښتۍ کې چې  سپاره کړو او د ترکیې لوري ته يي راولیږولو.

هغه وویل چې  د نوموړو  وژل شوو دریو تنو نه  یو تن  پیژني  . هغه وویل چې د یونان پولیسو  ترینه هر څه اخیستي دي. هغوې  هیڅډول  مرحمت  نه درلود.



اړوند خبرونه