ترکیې او روسیې د ویزو د معافیت په مسله کې هوکړه وکړه

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو سوداګرو ته  د ویزو د اسانتیاوو په برخه کې  زیری  ورکړ.

1033325
ترکیې او روسیې د ویزو د معافیت په مسله کې هوکړه وکړه

 

هغه وویل چې د روسیې سره  د ویزې د معافیت په مسلې  په تفاهم  رسیدلي وو.

مولود چاوش اوغلو دا څرګندونې  د ترکیې د صادراتو د مجلس لخوا  د سفیرانو په لسم  کنفرانس کې د ګډون کوونکو په ویاړ په جوړه شوې  د ماښام په میلمستیا کې وکړې.

هغه وویل لکه څرنګه چې پوهیږۍ  د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاروف د سفیرانو په کنفرانس کې د ګډون په خاطر  انقرې ته راغلی وو. د ویزې  په مسله مو ورسره هراړخیز خبرې وکړې.

په ځانګړې توګه  د سوداګرو، د لویو لاریو چلوونکو، د رسمي پاسپورت لرونکو او خدمت  پاسپورتونو  لپاره د ویزې په معافیت سره په تفاهم  ورسیدو.

د روانې اګست میاشت  په وروستیو یعنې د لوی اختر نه وروسته  به د دواړو خواوو کاري ډلې  پدې مسلې  په ډیرې چټکۍ سره  کار وکړي  او هر څه ژر به  د ویزو معافیت پیل شي.

هغه وویل چې  د نړۍ د ټولو هیوادونو سره  د ویزو د معافیت  په مسلې خبرې کوو. پدې اړه  جدي هلې ځلې دوام لري.



اړوند خبرونه