د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر د خپل امریکايي سیال سره ولیدل
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو سره په واشنګټن کې د هغه د کار په دفتر کې ولیدل.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو سره په واشنګټن کې د هغه د کار په دفتر کې ولیدل.
پدې لیدنه کې د منبیچ په مسلې ، د سوریې په وروستیو پرمختګونو او نورو سیمه ایزو مسلو خبرې وشوې.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر چاوش اوغلو د خپل امریکايي سیال سره د لیدنې نه وروسته د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي پيغام کې وویل « د ښاغلي پمپیو سره مو د ترکیې او امریکا د اړیکو سربیره د منبیچ په مسله کې د لارې په نقشې او د سوریې او سیمې په وروستیو پرمختګونو خبرې وکړې. »
چاوش اوغلو ویلي دي چې لیدنه ډیره ګټوره تیره شوه . ددې لیدنې نه د سوریې د منبیچ د ښار نه د پ ک ک ترهګرې ډلې د څانګو پ وای ډي او وای پ جي د وتلو د مسلې په اړه د مثبتو پایلو د ترلاسه کولو تمه لرو.
د یادولو وړ ده چې د پ ک ک ترهګرې ډلې د سوریې څانګو پ وای ډي او وای پ جي په ۲۰۱۶ کال کې د امریکايي ځواکونو په مرسته د حلپ ښار د منبیچ ولسوالۍ د داعش ترهګرې ډلې نه د نیولو نه وروسته اشغال کړه.
د ویلو ده چې امریکا په یاده شوې ولسوالۍ د عملیاتو د پیلولو نه د مخه ترکیې سره ژمنه کړې وه چې یاده شوې سیمې د داعش ترهګرې ډلې نه د نیولو نه وروسته به د پ وای ډي او وای پ جي ترهګرې ډلې د ولسوالۍ نه وباسي خو له بده مرغه چې پخپله ژمنه يي عمل ونکړ.
یادو شوو ترهګرو ډلو د منبیچ ولسوالي اشغال کړې او د سیمې د اصلي اوسیدونکو د شړولو هڅه کوي.