د ترکیې لخوا اسراییلو ته بل ګوزار!

ترکیې په استانبول کې د اسراییلو جنرال قونسل د شړولو پریکړه وکړه

971857
د ترکیې لخوا اسراییلو ته  بل ګوزار!

 ترکیې  په انقره کې د اسراییلو د سفیر د شړولو نه وروسته  داځل  د استانبول  د جنرال قونسل د شړولو پریکړه وکړه.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر  په استانبول کې  د اسراییلو د جنرال قونسل نه  هر څه ژر خپل هیواد ته د ستنیدو غوښتنه وکړه.

د ویلو ده چې  ترکیې  په غزه کې  د اسراییلو لخوا د ترسره شوې عام وژنې  په غبرګون کې  لومړی  د اسراییلو سفیر  او داځل د استانبول د جنرال قونسل  د شړولو  پریکړه وکړه.

همداشان ترکیې  د اسراییلو نه خپل سفیر هم  هیواد ته راستون کړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې  په استانبول کې  د اسراییلو جنرال قونسل یوسف لیوي سفاري  په فلسطین کې د رامنځته شوو وروستیو  پيښو له امله  لومړی  احضار کړ او وروسته يي ترینه  خپل هیواد ته د ستنیدو غوښتنه وکړه.

د ویلو ده چې  د اسراییلو د بهرنیو چارو وزارت هم  تیره ورځ په بیت المقدس کې د ترکیې جنرال قونسلګرۍ  مشر  وزارت  غوښتی  وو او د هغه نه يي ترکیې ته د ستنیدو غوښتنه کړې وه.

د اسراییلو د بهرنیو چارو د وزارت ویاند  د نوموړي پرمختګ نه وروسته خبري غونډې ته ویلي وو چې  په بیت المقدس کې د ترکیې جنرال قونسلګرۍ مشر وزارت ته راغوښتی وو او د هغه نه  د سلامشورو په خاطر د یو څه مودې لپاره  خپل هیواد ته د ستنیدو  غوښتنه  شوې ده .



اړوند خبرونه