اردوغان : د ترکېې پرته اروپايي تولنه نیمګړې ده

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل تر کومه چې   ترکیې  ته  په اروپايي ټولنه کې پوره غړیتوب  ورنکړل شي   د ټولنې پروژه  به  تل  په نیمګړتیا  محکومه  وي.

967238
اردوغان : د ترکېې پرته اروپايي تولنه نیمګړې ده

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل تر کومه چې   ترکیې  ته  په اروپايي ټولنه کې پوره غړیتوب  ورنکړل شي   د ټولنې پروژه  به  تل  په نیمګړتیا  محکومه  وي.

ولسمشر اردوغان دا څرګندونې د اروپايي ټولنې د ورځې په خاطر په خپور کړي پیغام کې کړي دي.

ولسمشر اردوغان په خپور کړي پیغام کې ویلي دي چې  « د مې نهمه  د ۱۹۹۹  کال راهیسې  په ټولنه کې  د ترکیې د غړیتوب په خاطر وړاندیز د منل کیدو نه وروسته  هر کال  د اروپايي ټولنې  د ورځې په توګه لمانځل کیږي. اروپايي ټولنه  ۶۸ کاله مخکې  د شومان د اعلامیې سره  ومنل شوه او  د بڼسټ ډبره کیښودل شوه.

خو تر اوسه پورې  په ټولنه کې  ترکیې ته د غړیتوب نه ورکول  او د غړیتوب په خاطر د مذاکراتو دوام    ددې ښکارندويي کوي چې په اروپا کې  د یو موټي والي  پروژه  نیمګړې ده  او سرته نده رسیدلې. تر کومه چې  په ټولنه کې  اروپايي هیواد ترکیې ته  پوره غړیتوب ورنکړل شي  دا پروژه به د تل لپاره په نیمګړتیا  محکومه وي. »

ولسمشر اردوغان وویل « پداسې یوه  نړۍ کې چې هره ورځ پکې  ناڅرګندي  مخ په ډیریدو  ده  اروپايي ټولنه چې  د بشري حقونو، حقوقو ته د درناوي، ډیموکراسۍ، مساواتو  او عدالت په څیر د ارزښتونو پر بڼسټ  جوړه شوې ده  راتلوونکی  د جدي امتحانونو سره  مخامخ  دی.»

ولسمشر اردوغان ویلي دي چې  د اروپا روښانه راتلوونکي ته  مخامخ تر ټولو  لوی ګواښ پخپله د همدې اروپا له منځ نه  ځینې کړۍ او جریانونه دي. 

په اروپا کې  تبعیض، افراطیت، د بهرنیانو او اسلام سره دښمني  په څیر  کړنې  د هرې ورځې په تیریدو سره مخ په ډیریدو  دي.دې مسلې په اصل کې اروپا اسیر نیولی دی.

یو زیات شمیر اروپايي سیاستوال  ددې ګواښونو  په مقابل کې چې د تولنې راتلوونکی د جدي ګواښونو سره  مخامخ  دی  چپه خوله  پاتي دي.

په اروپا کې هره ورځ  په یوې عبادت خانې او یا د مسلمانانو په دوکانونو او هټۍ ګانو  بریدونه  کیږي . دا  مسله  د اروپا  روښانه راتلوونکی   د تورتم  پر لورې  راکاږي.

پداسې  اروپا کې چې  هره ورځ پکې انسانانو ته  د دین ، مذهب، ژبې  او توپیرونو له امله  وژل کیږي، وهل ټکول کیږي او پرې  لفظي  او یا  فزیکي بریدونه کیږي  پوه شۍ چې اروپا په ډیر بد حالت کې قرار  لري.

ترکیه  ددې ستونزو او ګواښونو د لمنځه وړو په برخه کې اروپا ته ډیر ښه فرصتونه  وړاندې کوي او پدې مبارزه کې ترکیې ته جدي اړتیا لیدل کیږي.

ولسمشر اردوغان وویل چې ترکیه په ټولنه کې د بعضو څو هیوادونو د تحریک  او مخالفت سره سره اوس هم  د غړیتوب مذاکراتو بهیر ژوندی ساتلی دی.   



اړوند خبرونه