په ترکیه کې د ایران سره په پوله کې د دوو تنو مړي وموندل شول

د ترکیې د وان په ولایت کې د ایران سره په پوله کې  د دوو تنو نامعلومو کسانو مړي وموندل شول.

933500
په ترکیه کې د ایران سره په پوله کې د دوو تنو مړي وموندل شول

د ترکیې د وان په ولایت کې د ایران سره په پوله کې  د دوو تنو نامعلومو کسانو مړي وموندل شول.

د وان ولایت د ژاندارم قومندانۍ  د معلوماتو له مخې  ژاندام  ځواکونو  د ایران سره په پوله کې  د کاشکول  د کلي په مربوطاتو کې  د ګزمې  پر مهال  په واورو کې  د دوو تنو مړي  وموندل .

ویل کیږي  د مړو نه  یوه ښځه او یو  نارینه  دی. امنیتي ځواکونو  نوموړي  مړي  د اوتوپسي معایناتو او هویت د تثبیت  په خاطر  د وان ولایت عدلي طب ادارې ته  وړ شوي دي.

ژاندارم ځواکونو ویلي  ګمان کیږي  چې دا کسان  ناقانونه کډوال  دي  چې د ایران له لارې د ترکیې خاورې ته راننوتي وو او د ډیر زیات یخ  په پایله کې ژوند  د لاسه ورکړی دی.

د ویلو ده چې  ډیری ناقانونه کډوال  په ځانګړې توګه  افغانان او پاکستانیان  ترکیې ته د راتګ په خاطر  د ایران له لارې نه کار اخلي.



اړوند خبرونه