د ترکیې او امریکا ترمنځه د سوریې د منبیچ د سیمې په اړه پلان شوې غونډه وځنډیده.
د ترکیې او امریکا ترمنځه پلان شوې غونډه وځنډیده
929970
د ترکیې او امریکا ترمنځه د سوریې د منبیچ د سیمې په اړه پلان شوې غونډه وځنډیده.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو تیره ورځ ویلي وو چې کیدای شي د ترکیې او امریکا ترمنځه د سوریې د منبیچ د سیمې په اړه د مارچ په ۱۹ مه نیټه پلان شوې غونډه وځنډیږي.
د ترکیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاند نن بیا اعلان وکړ چې د مارچ په ۱۹ مه نيټه په واشنګتن کې پلان شوې د منبیچ غونډه وځنډول شوه.
ویاند ویلي دي چې په پام کې وه چې د مارچ په ۱۹ مه نيټه د ترکیې او امریکا ترمنځه په پلازمینه واشنګټن کې د سوریې د منبیچ د سمې د برخلیک په اړه غونډه وشي. دا غونډه وځنډیده.