د ترکیې په اړه د تونس د پخواني لومړي وزیر مهمې څرګندونې
الغنوشي : ترکیې نړۍ ته د ډیموکراسۍ په برخه کې سبق ورکړ.
د تونس پخواني لومړي وزیر او د النهضه د غورځنګ مشر رشید الغنوشي وویل چې ترک ملت د ۲۰۱۶ کال د جولای د ۱۵ مې کودتا د ماتولو سره په اصل کې نړۍ ته د ډیموکراسۍ په برخه کې لوی سبق ورکړ.
هغه دا څرګندونې د ترکیې د صباح ورځپاڼې سره په مرکه کې وکړې.
هغه د جولای په ۱۵ مه د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان د لخوا د کودتا د اقدام په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل « ترک ملت ددې کودتا د ناکامولو سره د ترکیې لپاره جوړ شوی دام له منځه یوړ او جوړ شوي ټول پلانونه يي شنډ کړل. »
هغه وویل چې د جولای ۱۵ مې مونږ ټولو ته دا وښوده « هغه ملت چې د ازادۍ خوند څکلی وي هغه بیا هیڅکله هم د اسارت دوره نه مني. »
هغه وویل کله چې په ترکیه کې د کودتا خبر ترلاسه کړ سمدلاسه د ولسمشر اردوغان د سلاکارانو نه د یو سره تماس ټینګ کړ. یوه ډیره تاریخي شپه وه . د الله څخه د شکر ځای دی چې ملت بریالی او کودتا ماته شوه. مونږ او ټولې نړۍ ځوان زوړ، ښځې او نارینه د ټانکونو او توپونو په مقابل کې او د الوتکو د بمبار لاندې د خپل هیواد نه د دفاع شاهدي وکړه.»
هغه د دسمبر په ۶ مه نيټه د امریکا د ولسمشر ټرمپ لخوا بیت المقدس د اسراییلو د پلازمینې په توګه د په رسمیت پيژندو مسلې نه وروسته د ترکېې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په مشرۍ اوچت شوو ګامونو ته اشاره وکړه او وویل « اسلامي امت د مشرۍ ، یوالي او ستراتيژیک پلانونو د کمبودۍ سره مخامخ دی خو له نیکه مرغه چې دا تشه د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ډکه کړې ده . »
الغنوشي وویل چې د ترکیې ولسمشر اردوغان د بیت المقدس په اړه جوړه شوې د اسلامي همکاریو د تشکیلاتو د سازمان فوق العاده غونډې ته د عربي هیوادونو مشران راوبلل خو له بده مرغه چې پدې غونډه کې ډیری مشرانو ګډون ونکړ. هغه وویل چې په اصل کې د هغه د ښکاره خیانت کولو ښکارندويي کوي.