د ترکیې  وسله والو ځواکونو  ۱۳۳ تنه کډوال چې ډیری  افغانان دي له مرګه وژغورل .

د ترکېې امنیتي ځواکونو ۱۳۳ تنه کډوال چې د سړې هوا له امله د مرګ د ګواښ سره مخامخ ول وژغورل

861563
د ترکیې  وسله والو ځواکونو  ۱۳۳ تنه کډوال چې ډیری  افغانان دي له مرګه وژغورل .

د ترکیې  وسله والو ځواکونو  ۱۳۳ تنه کډوال چې ډیری  افغانان دي له مرګه وژغورل .

د ترکیې د ژندارم  ځواکونو  د ایرزینجان  ولایت  د اوزوملو په ولسوالۍ کې  ۱۳۳ تنه  ناقانونه کډوال چې  د د انسان د قاچاقبرانو لخوا  په سپین ډاګ کې  پریښودل شوي وو او د سختې سړې هوا  له امله  د مرګ د ګواښ سره مخامخ ول  وژغورل.

د ژندارم د ځواکونو لخوا  نیول شوي  کډوال  ډیری  د افغانستان وګړي دي. په نیول شوو کډوالو کې  ۲۵ تنه ماشومان  او ۱۸ تنه هم  ښځې دي.

نیول شوي  کډوال  لومړی  په یاده شوې ولسوالۍ کې د ژندارم  قومندانۍ ته  یوړل شول. کډوالو ته  دلته  تود چای، خواړه  او  اخوستو  تودې  جامې  ورکړل شوې او وروسته  د روغتیايي معاینې په موخه  روغتون ته  انتقال کړې شول.

همداشان  د روغتیايي معاینې نه وروسته  کډوال  د کډوالو چارو ریاست ته د تسلیمولو نه مخکې  د شپې د تیرولو په خاطر  د ښار د سپورت سالون ته  یوړل شول. دلته ورته  بخارۍ  ولګول شوې  . کډوال به  د کډوالو چارو ریاست ته وسپارل شي.



اړوند خبرونه