د ترکیې د اسلامي چارو د ریاست وقف د ۱۵۰ زرو تنو روهینګیايي مسلمانانو سره مرسته وکړه.
ترکیه د روهینګیا مسلمانانو سره مرستو ته دوام ورکوي
د ترکیې د اسلامي چارو د ریاست وقف د ۱۵۰ زرو تنو روهینګیايي مسلمانانو سره مرسته وکړه.
د ترکیې د اسلامي چارو ریاست تر ننه پورې په بنګلادیش کې په کمپونو کې د میشتو ۱۵۰ زرو تنو روهینګیايي مسلمانانو سره مرستې کړي دي.
د ترکیې د اسلامي چارو ریاست د روهینګیايي مسلمانانو سره د خوراکي توکو، جامو، کمپلو او ډول ډول مرستو سربیره د اوبو کوهیانو او جوماتونو د جوړولو په برخه کې هم مرسته کړې ده .
د ترکیې د اسلامي چارو د ریاست په وینا د روهینګیايي مسلمانانو سره د خوراکي توکو سربیره د ډول ډول صابونو او شامپوګانو، د پخلنځي سامان الاتو او توکو، جامو، بوټانو، خیمو ، کمپلو پاکو اوبو او ماشومانو لپاره د بیسکیټو مرسته کړې ده .
یاد شوي ریاست ویلي دي چې د نوموړو کډوالو سره د غوښې مرسته هم کړې ده.
همداشان یاد شوی ریاست د نوموړو کډوالو سره د پاکۍ په برخه کې هم مرستې کوي . په کومو سیمو کې چې د څښاک پاکې اوبه نه پیدا کیږي په هغه سیمو کې کوهیان کیندلي دي.
همداشان د روهینګیايی مسلمانانو لپاره د جوماتونو سربیره تشنابونه، د ځان وینځلو کابینونه ، د اودس ځایونو او د اوبو ډیر لوی لوی ډیپوګان جوړ کړي دي.
د ویلو ده چې دا یواځې د ترکیې د اسلامي چارو د ریاست لخوا ترسره شوي مرستې دي.
اړوند خبرونه
ولسمشر اردوغان : د تورکیې لپاره نوی اساسي قانون یوه جدي اړتیا ده
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې نوی اساسي قانون به د هیواد د ستونزو د حل لاره لا ګړندۍ کړي.
د تورکیې ملي شورا د تورکیې او فلسطین ترمنځ لاسلیک شوي تړونونه تصویب کړل.
د تورکیې ملي شورا د تورکیې او فلسطین ترمنځه لاسلیک شوي دوه تړونونه تصویب کړل