د وریښمو د لار د اوسپنې پټلۍ  د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شوه.

د باکو - تفلیس - کارس د ریل ګاډي پټلۍ پرانیستل شوه

837345
د وریښمو د لار د اوسپنې پټلۍ  د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شوه.

 د وریښمو د لار د اوسپنې پټلۍ  د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شوه.

د باکو – تفلیس – کارس  د ریل ګاډي پټلۍ  د ترکیې، اذربایجان د ولسمشرانو او د ګرجستان، ازبکستان، قزاقستان د لومړیو وزیرانو په ګډون د ځانګرو مراسمو سر ه پرانیستل شوه.

د ویلو ده چې  دا پټلۍ  د چین نه تر اروپا پورې  د ریل ګاډي له لارې  د سفر زمینه برابروي. ریل  د چین نه تر اروپا پورې  د ۱۲ نه تر ۱۵ ورځو پورې په موده کې رسیږي.

پدې ریل ګاډي کې به په کال کې  یو میلیون تنه مساپر  او ۶ عشاریه ۵ میلیونه ټنه  بار انتقال شي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  د نوموړي ریل ګاډي د پټلۍ د پرانیستو په مراسمو کې ددې کرښې په اهمیت ټینګار وکړ او وویل « دا زمونږ  د ټولو ګډ بری  دی. دا یواځې د نن نه بلکې زمونږ  د راتلوونکي او راتلوونکو نسلونو لپاره هم  ځانګړی اهیمت لري.

دا پروژه  چې  اسیا، اروپا او افریقا  د یو بل سره  د نخلولو په خاطر  پيل شوې ده د نوې وریښم لارې  د زنځیر لومړنۍ حلقه  ده. ددې پروژې لومړنۍ  برخه نن پرانیزو.

پدې ډول  د لندن نه تر چین  د ریل پټلۍ سره د نښولو  په خاطر لومړنی ګام  اوچت شو. دا پروژه  زمونږ د ټولو ګډ بری  دی. »

ولسمشر اردوغان وویل  « د اذربایجان خلک  یو متل لري چې وايي  د زیار او زحمت سره  ترلاسه شوی  تریخ پياز  د احسان او محنت  د شاتو نه  خواږه  دي. دا پروژه  زمونږ  د ټولو  د ګډو زحماتو  او زیار او کوښښ  ثمره ده .»

ولسمشر اردوغان زیاته کړه چې  زمونږ  سیمه  د نړۍ  د قلب په توګه یادیږي. زمونږ  سیمه  د ټرانسپورت نه نیولې تر تجارته  ، تر ګرځندوی او انرژۍ پورې  د ځانګړي  پوتانشیل خاونده سیمه ده. ترکیه  د تیرو ۱۵ کلونو راهیسې پدې برخو کې  د سرمایه ګذاریو سره  ددې جوهر د ښکاره کولو په خاطر مبارزه کوي.

ترکیې  د ددې نړۍوالې پروژې  اړوند  ډیرې زیاتې کوچنې پروژې  لکه  د استانبول د مارمارای، ګړندي ریل ګاډي، د موجودو پټلیو  نوي کول او په استانبول کې جوړیدونکي نوې پټلۍ  سرته رسولي دي.

دا  د ریل ګاډي پټلۍ  یواځې  ترکیه ، اذربایجان او ګرجستان نه بلکې  د منځني اسیا  ټول هیوادونه د یو بل سره  نخلوي. مونږ  ددې پروژې سره  د ترکمنستان د ترکمن باشي  د بندر  او د قزاقستان د اکتوا  د بندر له لارې  د اروپا سره  سیمه  نخلو.

ولسمشر اردوغان وویل دا پروژه  چې  دم ګړۍ  په کال کې د یو میلیون تنو مساپرو او ۶ عشاریه ۵ میلیونو ټنو سوداګریزو توکو د انتقال ظرفیت لري تر ۲۰۳۴ کاله به يي  د مساپرو د انتقال ظرفیت  ۳ برابره  لوړ کړی شي.

ددې پروژې سره  د ټرانسپورت په برخه کې  بیې ډیرې زیاتې راټیټیږي.



اړوند خبرونه