د هند د سینما نامتو ستوری امیر ترکیې ته راغی

د هند د سینما نامتو لوبغاړي  او ستوري  امیر خان په میانمار کې پر مسلمانانو د روانو ظلمونو نه د زړه دردونکو ظلمونو په توګه یادونه وکړه.

820677
د هند د سینما نامتو ستوری امیر ترکیې ته راغی

د هند د سینما نامتو لوبغاړي  او ستوري  امیر خان په میانمار کې پر مسلمانانو د روانو ظلمونو نه د زړه دردونکو ظلمونو په توګه یادونه وکړه.

امیر خان چې د ترکیې  د کولتور او ګرځندوی وزارت په بلنه ترکیې ته راغلی دی په استانبول کې ترینه  د زرګونو تنو مینه والو لخوا  ډیر تود  هر کلی وشو.

امیر خان  ترکیې ته د څلور ورځني سفر په ترڅ کې به په استانبول او پلازمینې انقره کې  په یو زیات شمیر مراسمو کې ګډون وکړي  او د خپلو مینه والو پوښتنې به ځواب کړي.

امیر خان لومړی  په استانبول کې  د سینما په یو سالون کې  د سلګونو تنو مینه والو سره  ولیدل او د هغوې پوښتنې ځواب کړې.

هغه وویل چې ترکیې ته د راتګ له امله ډیر خوښ  دی. هغه زیاته کړه چې  په هوايي ډګر کې پدې اندازه  تود هر کلي  زه  ډیر  د تاثیر لاندې  راوستم  او ډیر زیات  خوشحاله کړم.

 

امیر خان وویل چې « ترکیې ته د خپل نوې  فلم  چې  د اکتوبر په شلمه  دلته په سینماګانو کې نندارې ته  وړاندې کیږي  د معرفي  په خاطر  راغلې یم. هغه  ددې پوښتنې په ځواب کې چې  څه وخت پدې پوه شوې چې په ترکیه کې ستا فلمونه  ننداره کیږي  او ډیر زیات مینه وال لرې؟ داسې وویل، یو څو کاله  مخکې  مې د ترکي ځوانانو نه د خپلو په ځانګړې توګه  د ټولنیزې مډیا له لارې  د فلمونو په اړه  ډیر ښکلي پيغامونه  او لیکونه ترلاسه کړل.  زه نه پوهیدم چې په ترکیه کې به زمونږ فلمونه ننداره کیږي. د پیغامونو او لیکونو د ترلاسه کولو له امله  ډیر زیات  خوشحاله شوم.

ترکي ځوانانو به  تل  او په دوامداره توګه ماته ترکیې ته د راتګ بلنه راکوله. پدې وروستیو کې دا غوښتنې  ډیرې زیاتې شوې . ما پخپله هم  تل غوښتل چې ترکیې ته راشم  او ددې دوستانو  او ځوانانو  غوښتنه پر ځای کړم. »

امیر خان  په سینما کې  د کارکولو  له امله  ډیره خوښي  څرګنده کړه.  هغه ددې پوښتنې په ځواب کې چې  د بریالیتوب  او پدې اندازه  د شهرت د ترلاسه کولو راز يي په څه کې دې؟  داسې وویل « پدې پخپله هم نه پوهیږم  او نه غواړم چې پدې اړه فکر هم  وکړم. دا چې نندارچیان  یو لوبغاړی  او یا هنرمند خوښوي  او بل  ولې نه خوښوي  ددې خبرې په لامل  نه پوهیږم  او پدې پوهیدل ګرانه خبره ده. زه یواځې دومره  پوهیږم چې په کوم کار چې بوخت  یم  ډیر خوښ  یم. ددې د خپل کار نه  ذوق  اخلم.»

سلمان خان په میانمار کې د روهینګیا  مسلمانانو پر وړاندې  د روانو ظلمونو په اړه هم  پوښتنې ځواب کړې.

هغه  په روهینګیا کې په مسلمانانو د روانو ظلمونو نه  د زړه دردونکو  ظلمونو په توګه یادونه وکړه  او وویل چې  « په میانمار کې روان  ظلمونه  زړونه دردوي. نن ورځ د نړۍ په بیلابیلو برخو کې دا ډول ظلمونه  او تاوتریخوالی  دوام لري. دا ډیر د خواشینۍ ځای دی. زه  پدې برخه کې  یواځې او یواځې  دعا او روانو ستونزو  د حل  هیله  او امید  ژوندی  ساتم.»



اړوند خبرونه