داعش د یو ایراني اسير سر غوڅ كړى!

د داعش ترهګرې ډلې په سوريه كې داسې انځورونه خپاره كړي دي چې په كې د يو تن ايراني اسير د وژل كېدلو صحنې ښودل كيږي.

786994
داعش د یو ایراني اسير سر غوڅ كړى!

 

 

ايراني رسنيو ددې خبر پخلى كړى او څرګنده كړې يې ده چې وژل شوى سرتېرى محسن حججي نومېده او د داعش پر وړاندې يې په سوريه كې جګړه كوله.

ويل كيږي چې حججي چې د ايران د انقلاب د ساتونكو ځواكونو اړوند د نجف د اتمې لوا غړى وو تېره ورځ د داعش سره په جګړه كې اسير شوى وو.

دا په داسې حال كې ده چې د تېرې دوشنبې په ورځ په سوريه كې د داعش د ترهګرو سره په جګړه كې د ايران ۳۶ تنه نظاميان وژل شوي دي.

دوى د حشد الشعبي په نامه د شيعه ملېشو په ليكو كې چې د بشار اسد ملاتړ كوي، د داعش پر وړاندې جنګېدل.

د بله پلوه د حشد الشعبي ملېشو پر امريكا تور لګولى دى چې ددوى نظاميان د امريكايي الوتكو په بمبار كې وژل شوي دي.

دا پېښه د سوريې د تنف په سيمه كې چې د اردن سره پولې ته نږدې پرته ده، پېښه شوې ده.

داعش ادعا كړې ده چې په سيمه كې د جومنه پر هډې باندې د بريد سره يې ۶۸ شيعه ملېشې وژلي دي.


پيوندونه: #ایراني , #سوريه , #داعش

اړوند خبرونه