په انقره کې د امریکا سفر د بهرنیو چارو وزارت ته راوغوښتل شو
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د امریکا پر خلاف سخت غبرګون وښود
ترکیې په پلازمینه انقره کې د امریکا سفیر د بهرنیو چارو وزارت ته راوغوښت.
د بهرنیو چارو وزارت د امریکا لخوا د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان د بعضو ساتوونکو په اړه د نیولو د حکم په اړه د خبر د ترلاسه کولو نه سمدلاسه وروسته په انقره کې د امریکا سفیر د وزارت ته راوغوښت.
بهرنیو چارو وزارت د امریکا سفیر ته د امریکايي مقاماتو ددې پریکړې په اړه سخت غبرګون وښود او هغه ته يي وویل چې دا پریکړه په هیڅډول د منلو وړ نده.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت پدې اړه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي دي چې « د روان میلادي کال د مې په ۱۶ مه نيټه د امریکا په پلازمینه واشنګټن کې د ترکیې د سفارت په مخکې د رامنځته شوې پیښې په تړاو د بعضو ترکانو او د ولسمشر اردوغان د بعضو ساتوونکو د نیولو پریکړه کړې ده . د امریکايي مقاماتو ددې پریکرې په تړاو په انقره کې د امریکا سفیر د بهرنیو چارو وزارت ته راوغوښتل شو. »
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د نوموړې پيښې په تړاو د امریکايي مقاماتو پریکړه یو پلوې، غلط او ټولو حقوقو سره په ټکر کې دی. د مې په ۱۶ مه نیټه په واشنګټن کې د ترکیې د سفارت په مخکې رامنځته شوې پیښه د نوموړي هیواد د امنیتي ځواکونو لخوا کافي امنیتي تدابیرو د نه نیولو له امله رامنځته شوې ده . امریکا لخوا څرنګه چې به يي پخوا په لوړه کچه د سفرونو پر مهال کلک امنیتي تدابیر نیول دا ځل يي دا حساسیت ندی ښودلی چې د همدې امله دا ستونزه راپیدا شوه. پدې برخه کې مسئول امریکايي امنیتي مسئولین دي. د امریکا سفیر ته په ډاګه وویل شول چې ددې پیښې په اړه ترکان مسئول ندي. مسئول امریکا امنیتي پرسونل دی.
امریکا امنیتي پرسونل د ولسمشر اردوغان د امنیت نیولو کې ناغیړنه کړې ده. حتا امریکايي پولیسو د ترکیې د بهرنیو چارو د وزیر په ساتوونکو برید شوی دی چې پدې خبرې پرده اچولې او په اړه هیڅډول اقدام ندی ترسره کړی. د یادوې شوې مسلې په اړه د ترکیې سخت غبرګون او اعتراض د امریکا سفیر ته وړاندې شو.
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د امریکايي مقاماتو دې پریکړې ته په کتو سره د ورا ښکاره ده چې بې طرفه څیړنې او تحقیقات ندي شوي . د امریکايی مقاماتو پریکړه د ترکیې لپاره د منلو وړ نده.