ترکیې  د دفاعي صنایعو په برخه کې  یوه بله مهمه لاسته راوړنه وکړه.

ترکیې داځل یو ډیر پرمختللی توغندی جوړ کړ

729109
ترکیې  د دفاعي صنایعو په برخه کې  یوه بله مهمه لاسته راوړنه وکړه.

ترکیې  د دفاعي صنایعو په برخه کې  یوه بله مهمه لاسته راوړنه وکړه.

د ترکیې  د علمي او تکنالوژیکو څیړونو مرکز  د دفاعي صنایعو د څیړونو او پراختیا  انیستیتوت  د لومړي ځل لپاره  د هوا نه هوا ته  توغیدونکی  توغندی  جوړ کړ.

دا توغندی  چې  د ګوک توغ  په نامه  نومول شوی دی  د الوتکې نه  د بلې الوتکې د ویشتو  په خاطر  طرحه  او ډیزاین  شوی دی.

یاد شوي انیستیتوت  دا  توغندی په دوو ډولونو کې  اول  او دویم  جوړ کړی دی. دا توغندی  د بیلابیلو واټنونو لپاره  جوړ شوی دی .

د نوموړي توغندي  لومړنی  ډول  منځ واټنه  او اوږد واټنه  جوړ شوی دی. همداشان  دویم  ډول يي   بیا  د نږدې  او منځن واټن لپاره  طرحه او ډیزاین شوی دی.

په خبر کې راغلي دي چې دا توغندی  په هوا کې د الوتکې نه ګوزاریږي  او د حرکت په حال کې بله الوتکه  تعقیبوي  او له منځه وړي . دا توغندی  په ډیره  پرمختللې تکنالوژۍ  جوړ شوی دی .

ترکیې  تر اوسه پورې  د هوا نه هوا ته  توغندي  د امریکا نه  رانیول. د ترکیې د علمي او تکنالوژیکو څیړونو  ادارې  پدې برخه کې ترکیه  خپلواکه  او په خپلو خپو ودردوله. ددینه وروسته  به  ترکیه  د خپل هوايي ځواک  د هوا نه هوا ته د توغندیو  اړتیا  پخپله  پوره کړي.

په خبر کې راغلي دي چې  دا توغندي به په لومړني پړاو کې  د هیواد په اف ۱۶ جنګي الوتکو کې  نصب  کړی شي. دا توغندي  به  د AIM-9X sidewinder  په نامه  د امریکايي توغندیو ځای ونیسي.

همداشان دا توغندي به  وروسته  د ترکیې د ملي  او ځايي  جنګي الوتکې  ټي اف ایکس لپاره  طرحه او ډیزاین شي.

ترکیې  د لومړني ملي او ځايي جنګي الوتکې  د جوړولو  په چارو پیل کړی چې تر ۲۰۲۳ کاله  به يي  تولید کړي. ترکیه په پام کې لري چې  د ملي جنګي الوتکې د تولید سره  خپل ملي جنګي الوتکه  د اف ۱۶ جنګي الوتکو  پر ځای  هوايي ځواکونو ته په اختیار کې ورکړي.



اړوند خبرونه