ترکیه فوق العاده استعدادونو ، ماهرو کارګرانو او پانګه والو تابعیت ورکوي
د ترکیې حکومت هیواد ته د فوق العاده استعدادونو ، ماهرو کارګرانو او پانګه والو د راجذبولو په خاطر د امریکا د ګرین کارت په څیر په پروسې پیل کړی دی .
د ترکیې حکومت هیواد ته د فوق العاده استعدادونو ، متخصصینو ، ماهرو کارګرانو او پانګه والو د راجذبولو په خاطر د امریکا د ګرین کارت په څیر د ترک واز په نامه کارت ورکوي.
ترکیه متحصصینو ، ماهرو کارګرانو، فوق العاده استعدادونو او پانګه والو ته د ګرین کارت په څیر د( ترک واز ) په نامه کارت ورکوي.
دا کارت لومړی د ۳ امتحاني کلونو په خاطر ورکول کیږي. ددې کارت خاوندان په بریالي توګه د امتحاني درې کلنې دورې د سرته رسولو نه وروسته د دایمي ترک واز کارت مستحق ګڼل کیږي.
همداشان هغه کسان چې درې کلنه امتحاني دوره په بریالیتوب سره سرته ورسوي وروسته د غوښتنې په صورت کې ورته د دایمي ترک واز کارت پر ځای د ترکیې تابعیت هم ورکول کیږي.
د ترک واز کارت لرونکي په دایمي توګه د کار اجازه نامه ترلاسه کوي، کورنۍ ته يي د ترکیې اوسیدو اجازه ورکول کیږي، د عسکرۍ نه معاف نیول کیږي خو په دولتي ادارو کې د کار کولو او د انتخاب او منتخبیدو حق ورته نه ورکول کیږي.
همداشان په ترکیه کې د ژوند کولو، سیاحت، کار، پانګه والۍ او تجاري فعالیتونو په څیر په مسلو کې د ترکیې د وګړو سره د یو شان قوانینو تابع نیول کیږي.
د ویلو ده چې ترک واز کارت هر بهرني ته نه ورکول کیږي. دا کارت هغه بهرنیانو ته چې د حکومت لخوا ټاکل شوو معیارونو سره سم وي ورکول کیږي.
د ترک واز کارت د ورکولو په برخه کې د بهرنیانو لوړې زده کړې، فوق العاده استعداد، تخصص، اکاډمیکې چارې، تحقیقات، بریالیتوبونه، کاري تجربه، کاري ظرفیت، په کوم تحصیلي ادارتو کې چې زده کړه کړي وي د هغه تحصیلي اداراتو اعتبار، بهرنۍ ژبې ، جرمي سابقه او سوانع د ټاکل شوي کمیسیون لخوا ارزول کیږي.
همداشان د پانګه والو لپاره هم ځینې معیارونه ټاکل شوي دي.
هغه کسانو ته چې د حکومت لخوا ټاکل شوي معیارونه پوره کړي لومړی د ۳ کلونو لپاره موقتي او امتحاني توګه ترک واز کارت ورکول کیږي. پدې دریو کلونو کې د هغه کار او ظرفیت ارزول کیږي.
د ترک واز کارت لرونکي که چیرې د درې کلنې امتحاني دورې نه په بریالیتوب سره تیر شي دایمي کارت ورکول کیږي.