اروپايي‌ ټولنې کمیسیون د ترکي‌ وګړو لپاره د ویزې د معافیت په اړه مهم ګام پورته کړ

اروپايي ټولنې  کمیسیون  ترکانو ته  د ویزې  د معافیت  په اړه  یو بل ډیر مهم  ګام  پورته کړ. کمیسیون ویلي‌ دي‌ چې  د ترکیې وګړو لپاره اروپايي هیوادونو  ته د ویزې معافیت  ډیر  نږدی  شوی دی.

484308
اروپايي‌ ټولنې کمیسیون د ترکي‌ وګړو لپاره د ویزې د معافیت په اړه مهم ګام پورته کړ

د ترکیې  د بهرنیو چارو وزارت  د ترکیې د وګړو لپاره  د ویزې  د معافیت  په اړه  د اروپايي ټولنې  د وروستۍ پریکړې نه تود هر کلی  وکړ. 

د ترکیې  د بهرنیو چارو  وزارت لخوا په خپره شوې  خبرپاڼه کې  راغلي‌ دي‌ چې  د اروپايي ټولنې د کمیسیون لخوا ترکیې وګړو ته اروپايي هیوادونو ته  پرته د ویزې د سیاحت کولو په خاطر  جوړ شوی  دریم  راپور  خپور  شو.

په خبرپاڼه کې  راغلي‌ دي‌ چې  د اروپايي‌ ټولنې لخوا ترکیې وګړو ته  د ویزې  د معافیت په اړه  پریکړه به د ترکیې  او اروپايی ټولنې  ترمنځه اړیکي‌  په بشري‌ ، اقتصادي او کولتوري‌ برخو کې  لا پسې  ژورې  او مضبوطې کړي. د ویزې   د معافیت  سره  به  د ترکیې  او اروپايي‌ ټولنې ترمنځه  د نیمې  پیړۍ راهیسې  روانې  هړ اړخیزې  اړیکي‌  لا پسې  قوي‌ شي.

په خبرپاڼه کې  راغلي‌ دي‌ چې د اروپا  کمیسیون  په راپور کې  ددې خبرې په ټینګار ویلي‌ دي‌ چې  ترکیې  د ویزې د معافیت په خاطر  ټاکل شوو موضوعاتو  او شرایطو د پر ځای کولو په خاطر  ډیر  جدي‌ پرمختګ  کړی دی .  کمیسیون  ترکیه د ویزې نه د معافو هیوادونو په لست کې  د شاملولو په خاطر په رسمي‌ ټوګه  وړاندیز کړی دی.

د اروپا  کمیسیون  هیله څرګنده ګړې ده چې  هر څه ژر د ترکیې د وګړو لپاره د ویزې د معافیت  بهیر  پیل شي . په راپور کې راغلي‌ دي‌ چې  پدې اړه په خپله په اروپا کې  بهیر رسمآ پیل شوی دی .

په خبرپاڼه کې  راغلي‌ دي‌ چې ددینه وروسته  به د اروپا په پارلمان او شورا کې  پدې اړه وروستۍ پریکړه وشي‌ او ترکیه  به  د ټاکل شوو  موضوعاتو  د پرځای کولو په خاطر  هلو ځلو ته دوام وکړي.

د اروپا  د شورا  لخوا  ترکیې  وګړو ته  د ویزې  د معافیت  په اړه د مثبتې  پریکړې  سره به  د روان میلادي‌ کال د مارچ په ۱۸ مه نیټه  د لاسلیک شوي‌ تړون په چوکاټ کې   د جون د میاشتې په وروستیو کې   د ترکیې د وګړو لپاره د ویزې معافیت  رسمآ  پیل شي. 

 



اړوند خبرونه