د انقرې د برید په اړه د ولسمشر اردوغان لومړنی غبرګون

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د انقرې د خونړي‌ برید په اړه غبرګون څرګند کړ

450092
د انقرې  د برید په اړه د ولسمشر اردوغان لومړنی غبرګون

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په انقره کې په ملکي وګړو د ترسره شوی خونړی برید په کلکو ټکو وغنده.

د هیواد ولسمشر اردوغان وویل چې د مارچ په ۱۳ مه نیټه د ماښام د ۶ بجو او ۴۵ دقیقو په شاوخوا کې د انقرې په زړه د قزل ای د ګون په پارک کې زوروره چاودنه وشوه. ولسمشر اردوغان وویل چې دا منفور او ضد انساني برید په کلکه توګه غندم او د پیښې د قربانیانو لپاره د الله د دربار څخه د مغفرت ، کورنیو او ترک ملت ته د جمیل صبر او ټپیانو ته د عاجلې شفاء غوښتنه کوم.

ولسمشر اردوغان وویل چې ترکیه پدې وروستیو کلونو کې په سیمه کې د روانې بې ثباتۍ او بې استقرارۍ له امله د ترهګرو په هدف کې قرار لري.هغه وویل چې ترهګري سازمانونه او د هغوې بادران چې د امنیتي ځواکونو سره په مبارزه کې د ماتې سره مخامخ شي بیا داسې ضد انساني او اخلاقي او ضد وجداني اعمالو او کړنو ته مخه کوي او په معصومو او بې ګناه خلکو بریدونه کوي.

ولسمشر اردوغان ددې خبرې په ټینګار وویل چې دا ډول بریدونه د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې زمونږ په عظیمې ارادې هیڅوخت هم سیورې نشي غوړولی او ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې زمونږ عظیمه اراده لا پسې قوي کوي.

د ترکیې میړانه ملت ددې ډول خایینانه بریدونه په مقابل کې د هر وخت زیات یو موټی کیږي او د ترهګرۍ، ترهګرو او د هغوې بادارانو ته لا پسې غاښ ماتونکی ځواب ورکوي.

ولسمشر اردوغان وویل په ترکیه کې به دا سختې شپې او ورخې تیري شي. هغه وویل چې د ترکیې د دولت دې ډول ترهګرو بریدونو په مقابل کې د خپل مشروع دفاع حق نه استفاده کوي او استفاده کولو ته به دوام ورکړي.

ولسمشر اردوغان وویل چې د هیواد عسکر، پولیس او سیمه ایز پولیس هر یو د خپل سر په بدل د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې ته په ډیرې میړانتیا او قوي ارادې سره دوام ورکوي.

ولسمشر اردوغان د ترکیې په ملت غږ وکړ چې اندیښنه مکوۍ، انشاالله چې د دولت ټول ارګانونه د ملت په مرسته او همکارۍ به د ترهګرو ریښې وچي کړي او غاښ ماتونکی ځواب به ورکړي.ولسمشر اردوغان وویل چې بری خامخا زمونږ په برخه دی.



اړوند خبرونه