روغتیا نړۍوال سازمان : کرونا ویروس په تیرو ۸ اونیو کې تر ۱۷۰۰۰۰ تنو ډیر کسان وژلي دي

د روغتیا نړۍوال سازمان ویلي دي چې په نړۍ کې د کرونا ویروس له امله ځاني تلفاتو شمیره یو ځل بیا ډیره زیاته لوړه شوې ده.

1937525
روغتیا نړۍوال سازمان : کرونا ویروس په تیرو ۸ اونیو کې تر ۱۷۰۰۰۰ تنو ډیر کسان وژلي دي

د روغتیا نړۍوال سازمان ویلي دي چې په نړۍ کې د کرونا ویروس له امله ځاني تلفاتو شمیره یو ځل بیا ډیره زیاته لوړه شوې ده.

 د روغتیا نړیوال سازمان عمومي مشر ټیډروس اډهانوم غیبریوس راپور ورکړی چې په تیرو ۸ اونیو کې د نوي ډول کرونا ویروس  (کوویډ - ۱۹) له امله له ۱۷۰۰۰۰  څخه ډیرو کسانو ژوند د لاسه ورکړی.

غیبریوس د نړیوال روغتیا وضعیت په اړه ارزونې وکړه.

هغه وویل چې د دسمبر له پیل راهیسې د کوویډ - ۱۹ له امله د ځاني تلفاتو شمیره ډیره زیاته لوړه شوې ده .

"په تیرو اتو اونیو کې له ۱۷۰۰۰۰  څخه ډیرو کسانو د کوید ۱۹  له امله  ژوند د لاسه ورکړی دی .  دا یوازې راپور شوي ارقام دي، اصلي ارقام له دې څخه ډیر دی."

په یادولو سره چې د روغتیا نړیوال سازمان د "نړیوال عامه روغتیا بیړني حالت" اعلانولو څخه ۳ کاله تیر شوي . غیبیریوس وویل چې پدې اونۍ کې به د کوویډ - ۱۹ اضطراري کمیټه غونډه وکړي ترڅو بحث وکړي چې ایا د ویروس پورې اړوند وضعیت لاهم نړیوال اضطراري حالت رامینځته کوي او که نه.

"زما پیغام روښانه دی، دا ویروس کم مه ګڼئ، دې ویروس  مونږ حیران کړي یو او زمونږ حیرانولو ته دوام ورکوي.  که چیرې مونږ هغه کسانو ته چې روغتیايي توکو ته او دریعو ته اړتیا لري هغوې ته ځان ونه رسو او یا د ناسمو معلوماتو او تبلیغاتو سره مبارزه ونکړو لا زیات ځاني تلفات به رامنځته شي. همداشان ویروس به وژنو ته دوام ورکړي.



اړوند خبرونه