د تیرو ۷ اونیو راهیسې د لومړي ځل لپاره په نړۍ کې د کرونا ویروس د مثبتو پیښو رقم راټیټ شوی

د نړۍ په کچه  د نوي ډول کرونا ویرس (کوویډ - ۱۹) د پيښو  د زیاتوالي کچه  د تیرو  ۷ اونیو راهیسې  د لومړي ځل لپاره راټیټه شوې ده.

1863427
د تیرو ۷ اونیو راهیسې د لومړي ځل لپاره په نړۍ کې د کرونا ویروس د مثبتو پیښو رقم راټیټ شوی

د نړۍ په کچه  د نوي ډول کرونا ویرس (کوویډ - ۱۹) د پيښو  د زیاتوالي کچه  د تیرو  ۷ اونیو راهیسې  د لومړي ځل لپاره راټیټه شوې ده.

د  روغتیا نړیوال سازمان  د کوویډ – ۱۹ په اړه  تازه اونیز راپور کې ، د پیښو د زیاتوالي وروستي وضعیت په اړه معلومات ورکړي دي.

د راپور له مخې، د جولای د  ۲۵ او ۳۱ مو نیټو ترمنځه د کوویډ - ۱۹ پیښو  زیاتوالی د تیرې اونۍ په پرتله ۹ سلنه راټیټ شوی.

د ویلو ده  چې د تیرو ۷ اونیو وروسته د لومړي ځل لپاره د کرونا ویروس د مثبتو پیښو په شمیر کې د پام وړ کمښت لیدل شوی.

د کوویډ - ۱۹ له امله د ځاني تلفاتو کچه د تیرې اونۍ په پرتله ثابت پاتې ده.

په داسې حال کې چې په تېره یوه اوونۍ کې د کرونا ویروس له امله  ۱۴ زره تنو ژوند د لاسه ورکړی او شپږ نیم میلیونه نوې پېښې ثبت شوي، ټولټال د ځاني تلفاتو شمیره  شپږ میلیونه او ۳۰۰ زرو  د پېښو شمېر ۵۷۴ میلیونه ته رسیدلې ده.

په نړۍواله کچه د کوویډ – ۱۹ پيښې د جون راهیسې د پرله پسې ۵ اونیو لپاره زیاتې شوي، او د جولای له ۱۱ څخه د جولای تر ۲۵ پورې په ورته کچه وده کړې وه.

د روغتیا نړیوال سازمان چارواکو د پيښو زیاتوالی د اوړي د موسم له پیل سره د نړیوال خوځښت زیاتوالی، د هیوادونو لخوا د کوویډ - ۱۹ تدبیرونو نرمول او د BA.4 او BA.5 فرعي ډولونو ګړندی خپریدو ته منسوب کړي وو.



اړوند خبرونه