په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۲۱۳ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۶۴۲۷۵ مثبتې پیښې ثبت شوي دي
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۲۱۳ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد ۴۱۰ زره او ۴۳۵ تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته ټسټ شوي چې د ۶۴۲۷۵ تنو ټسټونه مثبت راوتلي دي.
همداشان په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۷۶۸۳۲ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي دي
د ویلو په هیواد کې د کرونا ویروس د واکسین پروګرام په ډیره ښه توګه پرمخ روان دی. همداشان په هیواد کې ۱۴۵ میلیونه ۶۳۱ زره او ۶۳۲ ډوزه د کرونا ویروس واکسین تطبیق شوي دي.
د ترکیې د روغتیا وزارت د شمیرو له مخې په ترکیه کې ۵۷ میلیونه ۶۸۲ زره او ۹۰۳ تنو ته د کرونا ویروس لومړنی ډوز واکسین ، ۵۲ میلیونه ۸۰۹ زره او ۶۹۸ تنو ته لومړی او دویم ډوز او ۲۷ میلیونه ۹۱ زره او ۸۰۸ تنو ته لومړی ، دویم او دریم ډوز واکسین تزریق شوي دي.
اړوند خبرونه
انګلستان په هیواد کې نوی نسل د سګرټ نه د ژغورولو په برخه کې یوه ډیره مهمه پریکړه وکړه
په برتانیا کې له ۲۰۰۹ کال وروسته زېږېدلو کسانو باندې د سګرټو پر خرڅلاو بندیز ولګول شو.