په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۲۶۴  تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۸۷۴۱۱ مثبتې پيښې ثبت شوي‌ دي

1781369
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۲۶۴  تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

 په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۲۶۴  تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا  وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد  ۴۶۳ زره او ۸۵۵  تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته   ټسټ شوي  چې د  ۸۷۴۱۱ تنو  ټسټونه   مثبت راوتلي دي.

 همداشان په تیرو  ۲۴ ساعتونو کې ۱۰۲۰۹۴ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي‌ دي

د ویلو په هیواد کې د کرونا ویروس د واکسین پروګرام په ډیره ښه توګه پرمخ روان دی. همداشان په هیواد کې ۱۴۴ میلیونه ۷۳۰ زره او ۱۹۳  ډوزه د کرونا ویروس واکسین تطبیق شوي دي.

د ترکیې د روغتیا وزارت د شمیرو له مخې په ترکیه کې ۵۷ میلیونه ۶۱۴ زره او ۹۰۲ تنو ته د کرونا ویروس  لومړنی ډوز واکسین ، ۵۲ میلیونه ۷۰۱ زره او ۳۲۵ تنو ته  لومړی او دویم ډوز او ۲۶ میلیونه ۵۹۴ زره او ۱۲۰ تنو ته لومړی ، دویم او دریم ډوز واکسین تزریق شوي دي.



اړوند خبرونه