په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۷۶  تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۷۲۶۱۵ مثبتې پيښې ثبت شوي دي

1765458
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۷۶  تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۷۶  تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا  وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد  ۴۱۲ زره او ۳۱  تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته   ټسټ شوي  چې د  ۷۲۶۱۵ تنو  ټسټونه   مثبت راوتلي دي.

 همداشان په تیرو  ۲۴ ساعتونو کې ۸۴۴۲۶ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي‌ دي

د ویلو په هیواد کې د کرونا ویروس د واکسین پروګرام په ډیره ښه توګه پرمخ روان دی. همداشان په هیواد کې ۱۴۰ میلیونه ۸۷ زره او ۵۵۹  ډوزه د کرونا ویروس واکسین تطبیق شوي دي.

د ترکیې د روغتیا وزارت د شمیرو له مخې په ترکیه کې ۵۷ میلیونه ۳۰۰ زره او ۲۳۱ تنو ته د کرونا ویروس  لومړنی ډوز واکسین ، ۵۲ میلیونه ۲۰۱ زره او ۷۵۸ تنو ته  لومړی او دویم ډوز او ۲۳ میلیونه ۸۷۰ زره او ۴۷۹ تنو ته لومړی ، دویم او دریم ډوز واکسین تزریق شوي دي.



اړوند خبرونه