د فایزر بیو ان تک واکسین د کرونا ویروس د نوې بڼې دلتا پر خلاف ۷۰ سلنه اغیزمن دی
د فایزر – بیوان تک واکسین د کرونا ویروس کووید ۱۹ د نوې بڼې دلتا پر وړاندې ۷۰ سلنه اغیزمن دی.
1670051
د اسرائیل دولتي تلویزیون د خبر له مخې د نوموړي هیواد د ابراني پوهنتون د کووید ۱۹ د نوې بڼې دلتا په اړه تحقیقاتو پایلې اعلان کړې. په نوموړو تحقیقاتو کې ویل شوي دي چې د فایزر – بیو ان تک واکسین د دلتا پر خلاف ۷۰ سلنه اغیزمن دی.
اسرائیل ددینه مخکې ویلي وو چې د فایزر او بیوان تک شرکتونو لخوا جوړ شوی واکسین د کرونا ویروس د ټولو نوو بڼو پر وړاندې ۹۵ سلنه اغیزمن دی.
هغه کسانو چې فایزر او بیو ان تک واکسین کړی دی که چیرې د کرونا ویروس نورو بڼو نیولي هم دي خو په اسانه توګه پرې تیر شوی دی او ژوند يي د خطر نه ژغورل شوی دی.
اړوند خبرونه
انګلستان په هیواد کې نوی نسل د سګرټ نه د ژغورولو په برخه کې یوه ډیره مهمه پریکړه وکړه
په برتانیا کې له ۲۰۰۹ کال وروسته زېږېدلو کسانو باندې د سګرټو پر خرڅلاو بندیز ولګول شو.