د کرونا ویروس له امله ځاني تلفات په چټکۍ سره مخ په لوړیدو دي
د کرونا ویروس له امله د مړو شمیره په چټکۍ سره مخ په لوړیدو ده
د چین د روغتیا د ملي کمیسیون لخوا د خپور شوي بیان له مخې په نوموړي هیواد کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۲ تنو ژوند د لاسه ورکړی او ۴۰ نوې مثبې پیښې ثبت شوي دي.
همداشان د کرونا ویروس له امله په ایټالیا کې هم د مړو شمیره په چټکۍ سره د لوړیدو په حال کې ده. په ایټالیا کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمیره ۳۶۶ تنو ته رسیدلې ده.
همداشان په فرانسه کې د کرونا ویروس د مثبتو واقعو شمیره ۱۱۲۶ ته لوړه شوې. پدې هیواد کې ۱۹ تنو تر اوسه پورې ددې ویروس له امله ژوند د لاسه ورکړی دی.
په اسپانیا کې هم د کرونا ویروس د مثبتو پيښو شمیره ۶۰۰ ته لوړه شوې ده . پدې هیواد کې د مړو شمیره بیا ۱۷ تنه ښودل شوې ده.
په انګلستان کې بیا د کرونا په ویروس د اخته کسانو شمیره ۲۷۳ تنو ته لوړه شوې ده.
پدې هیواد کې تر اوسه پورې د کرونا ویروس له امله دوو تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
په سویس کې هم د مثبتو پيښو شمیره ۳۳۲ ته لوړه شوې او دوو تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
په جرمني کې د کرونا ویروس د مثبتو پيښو شمیره ۹۰۲ ته لوړه شوې ده .
همداشان په بلجیم کې دا شمیره ۲۰۰ ته ، په اتریش کې ۹۹ ته ، په یونان کې ۷۳ ته، په ډنمارک کې ۳۵ ته، په چک کې ۲۶ ته، په پولنډ کې ۱۹ ته ، په رومانیا کې ۱۵ ته ، په هنګري کې ۷ او په سلواکیا کې ۳ ته رسیدلې ده .
په امریکا متحده ایالتونو کې بیا د کرونا ویروس له امله د مړو شمیره ۲۱ ته لوړه شوې ده .
اړوند خبرونه
انګلستان په هیواد کې نوی نسل د سګرټ نه د ژغورولو په برخه کې یوه ډیره مهمه پریکړه وکړه
په برتانیا کې له ۲۰۰۹ کال وروسته زېږېدلو کسانو باندې د سګرټو پر خرڅلاو بندیز ولګول شو.