د روهينګيا د مسلمانانو لپاره مجهز روغتون

تركيه د روهينګيا د مسلمانانو لپاره يو مجهز روغتون جوړوي.

868719
د روهينګيا د مسلمانانو لپاره مجهز روغتون

 

 

ددې روغتون لپاره اړوند تجهيزات چې څه موده وړاندې د تركيې لخوا بنګله دېش ته لېږل شوي وو، سيمې ته رسېدلي دي.

په بنګله دېش كې د روهينګيايي مسلمانو كډوالو په كمپ كې د روغتيايي اسانتياو د رامنځته كولو په موخه په سيمه كې د يو سيار روغتون د جوړولو چارې پيل شوي دي.

ددې روغتون د جوړولو په موخه د روغتيايي تجهيزاتو لومړنى كاروان د وسله وال پوځ د يوې نظامي الوتكې په واسطه بنګله دېش ته لېږل شوى دى.

اوسمهال په سيمه كې يوه لس كسيزه مسلكي ډله ددې روغتون په جوړولو بوخته ده.

د روغتون تر جوړېدا وروسته د روهينګيايي مسلمانانو په كمپ كې اساسي روغتيايي خدمتونه پيل شي.

ټاكل شوې ده چې د تركي ډاكټرانو يو ټيم به هم په سيمه كې فعاليت وكړي.



اړوند خبرونه