په نړۍ د کال ۳۰ میلیاردو ډالرو په ارزښت جعلي درمل پلورل کیږي

د روغتیا نړۍوال  سازمان ویلي دي چې  په وروسته پاتو او د پرمختګ په حال کې په هیواد کې  د درملو  ۱۱ سلنه  جعلي  دي.

859147
په نړۍ د کال ۳۰ میلیاردو ډالرو په ارزښت جعلي درمل پلورل کیږي

د روغتیا نړۍوال  سازمان ویلي دي چې  په وروسته پاتو او د پرمختګ په حال کې په هیواد کې  د درملو  ۱۱ سلنه  جعلي  دي.

یاد شوي سازمان ویلي دي چې پدې هیوادونو کې  د ملاریا  او سینه بغل د ناروغۍ  له امله  د مړینو اصلي لامل  د جعلي  او یا بې کیفیته  درمل  دي.

د انګلستان  کارپوهانو  د روغتیا د نړۍوال سازمان  لپاره په ترسره کړو تحقیقاتو کې په ټوله نړۍ کې  ۴۸ زره درمل  ټست کړي دي. همداشان  ددې درملو لپاره  تر سلو ډیر  ارزونې کړي دي.

پدې ارزونو کې معلومه شوې ده چې په وروسته پاتو او پرمختګ په حال کې په هیوادونو کې  ۱۱ سنله درمل  سره ددې چې د دولت تر کنټرول نه تیریږي خو جعلي  دي. همداشان  یو زیات شمیر درمل  ډير زیات بې کیفیته  دي.

پدې درملو کې  ټاکل شوې  مادې  هیڅ شتون نلري.

د جعلي  درملو  ۶۰ سلنه  د ملاریا  ، سینه بغل او انفکشن ناروغیو  درمل  تشکیلوي.

د همدې امله  په وروسته پاتو هیوادونو کې هر کال  په زرګونو تنه او په ځانګړې توګه  ماشومان  د ملاریا  ناروغۍ له امله  ژوند د لاسه ورکوي.

د ویلو ده چې  د روغتیا نړۍوال سازمان  په ۲۰۱۳ کال کې  د جعلي  ناروغیو  د څار لپاره  یو سیستم  جوړ کړ.

د سیستم د زړه، سرطان، شکرې، نسايي ولادي او روحي ناروغیو په ګډون  تر ۱۵۰۰ ډیر  ډولونه  جعلي  درمل  تثبیت کړي دي.

په ډیری  وروسته پاتو او د پرمختګ په حال کې په هیوادونو کې په ځانګړې توګه  د زړه او سرطان په څیر  د ناروغیو  قیمتي جعل کیږي  او جعلي درمل  بازارونو ته  عرضه کیږي .

د روغتیا نړۍوال سازمان وايي په نړۍ کې هر کال د ۳۰ میلیاردو ډالرو په ارزښت  جعلي  درمل  پلورل کیږي.  



اړوند خبرونه