ولګه  په چټکه  د ویښتانو د لویدو  سره  مرسته کوي.

د ویښتانو د اوږدیو اسانه طریقه

806831
ولګه  په چټکه  د ویښتانو د لویدو  سره  مرسته کوي.

ولګه  په چټکه  د ویښتانو د لویدو  سره  مرسته کوي.

دا  ادعا  د برازیل یوې ډلې پوهانو کړې ده . د برازیل  پوهانو د ویښتانو د لویدو او په چټکه توکو د اوږدیدو په اړه په ترسره کړو تحقیقاتو کې دا موندلې ده چې  ولګه په چټکه توګه د ویښتانو د لویدو او اوږدیدو سره  مرسته کوي.

د سیل رپورټ د مجلې  د خبر له مخې  برازیلي  ډلې  د نوموړو تحقیقاتو په ترڅ کې  په موږکانو  ازمایښت کړی دی چې  ښه نتیجه يي ترلاسه کړې ده .

یادې  شوې  ډلې  د موږکانو نه  یوې ډلې ته  په منظمه  توګه  خواړه ورکول  او بله ډلې ته يي په غیرې منظمه توګه.

د شپږو میاشتنو تحقیقاتو په پایله کې  دا معلومه شوه  هغه  موږکانو ته  چې  په منظمه توګه ورته خواړه  نه ورکول کیدل د هغه موږکانو سره  په مقایسه کې  چې په منظمه توګه ورته  خواړه  ورکول کیدل  د جلد  پوټکی  قوي  او ویښتان يي  په چټکه توګه  لویدل.

برازیلي کارپوهانو ویلي دي چې  د موږکانو د وجود د تودوخي د ثابت ساتلو په خاطر د لږې  انرژۍ مصرف  ددې لامل  ګرځیدلی  دی چې د هغوې ویښتان په چټکه توګه لوی کړي.

کارپوهانو ویلي دي چې  دا مسله د انسان لپاره هم  د تطبیق  وړ ده.


پيوندونه: #ویښتان , #تحقیقات

اړوند خبرونه