هالنډي کارپوهانو  داسې  درمل  کشف کړي  دي چې  د انسانانو د زړښت مخه نیسي.

د هالنډي کارپوهانو دا کشف به د طب په برخه کې نوې پاڼه پرانیزي

699703
هالنډي کارپوهانو  داسې  درمل  کشف کړي  دي چې  د انسانانو د زړښت مخه نیسي.

هالنډي کارپوهانو  داسې  درمل  کشف کړي  دي چې  د انسانانو د زړښت مخه نیسي.

د سل په نامه په مجله کې په خپرې شوې یوې مقاله کې ویل شوي دي چې  دا درمل  په موږکانو په بریالیتوب سره  ازمایل شوي دي.

په مقاله کې  راغلي دي چې  د انسان د عمر د پخیدو سره  د وجود په نسجونو کې  زړې  حجرې  راټولیږي  چې  دا حجرې  د شکرې  د ناروغۍ  لامل هم ګرځي.

د هالنډي متخصصینو لخوا  کشف  شوي درمل بیا  په نسجونو کې  راټولیدونکې  زړې  حجرې  له منځه وړي  چې دا خبره ددې لامل ګرځي چې انسان  وجود ځوان پاتې شي.

ویل کیږي  ددې درملو په منځ کې  د پیپتید په نامه  یو ډول ماده  شتون لري چې  زړې حجرې  پخپله له منځه وړي  او نوې حجرې راژوندۍ کوي.

د ویلو ده  په هغه  زړو  موږکانو چې  دا دا  درمل  ازمایل شوي دي  په ډیره لنډه  موده کې  فزیکي  طاقت  ډیر شوی  او  په ډیره کمه  موده کې د پخوا په څیر  په منډو وهلو  پيل کړی دی .

په خبر کې راغلي دي چې  د ازمایښت د دورې نه وروسته  د موږکانو  طاقت دوه برابره نور هم  ډیر شوی دی .

متخصصینو ویلي دي چې  دا درمل په هغه موږکانو چې  د زړښټ له امله يي د وجود  ویښتان  ټکیدلي وو  او  حرکت يي کولی نشو  ازمایل شوي دي. موږکانو ته  د نوموړو درملو د ورکولو نه وروسته په ډیره کمه موده کې  د وجود داخلي ارګانونه هم  قوي شوي دي ، د وجود ویښتان يي ډیر شوي دي  .

هالنډي متخصصینو په اصل کې دا درمل  د سرطان د ناروغیو د تحقیقاتو او سرطان ناروغۍ ته د درملو د موندولو پر مهال  کشف کړي دي.

متخصصینو ویلي دي چې کیدای شي دا درمل د سرطان ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې سره  ډیره زیاته مرسته وکړي.

متخصصینو ویلي دي په پام کې لري چې په راتلوونکو ورځو کې  دا درمل  په انسانانو هم  وازمایي.


پيوندونه: #هالنډ , #درمل

اړوند خبرونه