په سعودي عربستان کې د کرونا وژونکي ویروس د پنځو تنو نورو ژوند و

په سعودي عربستان کې د کرونا وژونکی ویرس چې نفس تنګۍ پیدا کوي او پختورګو او ششونو له منځه وړي او د بدن مقامت ډیر زیات ضعیفوي پنځه تنه نور هم ووژل .

61276
په سعودي عربستان کې د کرونا وژونکي ویروس  د پنځو تنو نورو ژوند و

په سعودي عربستان کې د کرونا وژونکي ویروس  د پنځو تنو نورو ژوند واخیسته

په سعودي عربستان کې د کرونا وژونکی ویرس چې نفس تنګۍ پیدا کوي او پختورګو او ششونو له منځه وړي او د بدن مقامت ډیر زیات ضعیفوي پنځه تنه نور هم ووژل .

په سعودي کې ۱۴ تنه نور هم د کرونا په ویرس روږي شوي دي چې پنځو تنو يي ژوند د لاسه ورکړ.

د سعودي عربستان د روغتیا وزرات د څرګندونو له مخې په هیواد کې د یوې میاشتې په دننه کې د ۳۸ تنو روغتیايي پرسونل په ګډون ۱۵۱ تنو کې د کرونا وژونکی ویروس تثبیت شوی دی چې ۲۸ تنو يي ژوند د لاسه ورکړی دی .

په څرګندونو کې راغلي دي چې د کرونا وژونکی ویروس د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۲ کال کې په سعودي عربستان کې تثبیت کړی شو چې تر ننه پورې په ټول هیواد کې د ۹۲ تنو ژوند اخیستی دی .

د کرونا ویروس چې لومړی د ۲۰۱۲ کال د سپټمبر په میاشت کې په سعودي عربستان کې تثبیت شوی دی د منځني ختیځ هیوادونو په ګواښوونکې ناروغۍ بدل شوی دی. ویل کیږي د کرونا ویروس په ډیره چټکه پختورګي او ششونه تخریبوي ، نفس تنګي پیدا کوي او د بدن مقامت ډیر زیات ضعیفوي.

یاد شوی ویروس د نږدې تماس له امله نورو کسانو ته هم سراحت کوي. دا چې تر اوسه پورې د نوموړي ویروس اصلي سرچینه معلومه نده او په اړه يي زیات معلومات نشته تداوي هم ګرانه ده .


پيوندونه:

اړوند خبرونه