د زيتون د څانګې عمليات پر اقتصادي منفي اغېزه نه كوي.

د هېواد د ماليې وزير ناجي آغبال د سوريې په شمال كې د پې كا كا/ كا جې كا/ پي واى ډي – واى پي جي او داعش د ترهګرو ډلو پر وړاندې د زيتون د څانګې تر نامه لاندې د پيل شو عملياتو په اړه وويل چې دا بهير به هېڅكله د هېواد پر اقتصاد باندې منفي اغېزه ونكړي.

896183

آغبال چې د اناتوليا د خبري آژانس پوښتنې ځوابولې څرګنده كړه چې دا عمليات  د ترهګرو ډلو له منګولو د سيمې د بېګناه ملكي وګړو د ژغورنې په موخه ترسره كيږي. د همدې امله نړيوالې ټولنې او زيات شمېر هېوادونو هم له دې عملياتو ملاتړ كړى دى. د آغبال په وينا `` دا عمليات په برياليتوب سره دوام لري او د هېواد اتله اوردو مخ پر وړاندې روانه ده. تركيه هڅه كوي چې په سوريه كې د بې ثباتۍ ځنځير مات كړي او خپل سرحدي امنيت ته متوجه خطرونه له منځه يوسي. ددې عملياتو په اړه سهامي بازارونو اړوند تدابير نيولي دي او د هېواد پر اقتصاد باندې هېڅ ډول منفي اغېزه نه كوي.``

د آغبال په وينا د عملياتو د پيل راهيسې سهامي بازارونه، د اسعارو بازار او مالي چارې په تركيه كې د اقتصادي ثبات ښې بېلګې دي. برعكس د عملياتو د برياليتوب سره به په ۲۰۱۸م كال كې د هېواد پر اقتصاد باندې هم مثبته اغېزه وكړي.

د مالي وزير زياته كړه چې د هېواد اقتصاد د ۲۰۱۸م كال  پيل راهيسې د ثابتو ګامونو په واسطه پرله پسې وده كوي. د استخدام او صادراتو په سكتور كې د بل هر وخت په پرتله په ۲۰۱۸م كال كې خلكو امېدونه ډېر دي.

د همدې امله د ۲۰۱۸م كال تر پايه پورې به د تركيې اقتصادي وده د تېر كال په څېر وي.  

اړوند خبرونه