په نړۍ کې تر ټولو لوی د هوايي او فضايي ټکنالوژۍ فیستیوال ټکنو فسټ په سامسون ولایت کې پيل شو

د نړۍ ترټولو لوی هوايي چلند، فضا او ټیکنالوژۍ فستیوال TEKNOFEST په سامسون کې د لیدونکو لپاره خپلې دروازې پرانیستې.

1873778

د تورکیې د ټیکنالوژۍ ټیم ( ټي ۳ بڼسټ ) ​​او د صنعت او ټیکنالوژۍ وزارت تر مشرۍ لاندې تنظیم شوی ټکنوفسټ توره بحیره ، TEKNOFEST BLACK SEA  د سامسون ولایت د  چارشامبا هوایی ډګر کې پیل شو.

د فستیوال د یوې برخې په توګه، مختلف نندارتونونه او د ټیکنالوژۍ سیالۍ به د اګست له ۳۰ څخه تر سپتمبر ۴ نیټې  پورې دوام وکړي.

پدې فیستیوال کې به  د تورکیې د هوايي چلند او فضا صنعت، د بې پیلوټه جنګي وسایطو، چورلکو او جټ الوتکو کورني او ملي تولیدات نندارې ته وړاندې شوي. په فیستیوال کې د عامه ادارو او سازمانونو لخوا تولید شوي بریښنایی موټرونه هم شتون لري.

اړوند خبرونه