ترکیې د ( بیرقدار اقنجي بي ) تعرضي‌  الوتکه په ډیر بریالیتوب سره وازمایله.

ترکیې د ډرون الوتکو په ټکنالوژۍ کې یو بل ګام بل هم پرمختګ وکړ

1788806
ترکیې د ( بیرقدار اقنجي بي ) تعرضي‌  الوتکه په ډیر بریالیتوب سره وازمایله.

ترکیې د ( بیرقدار اقنجي بي ) تعرضي‌  الوتکه په ډیر بریالیتوب سره وازمایله.

د ترکیې د دفاعي‌ صنایع د ریاست په مشرۍ  د اقنجي‌ پروژې په چوکاټ کې د بایکار ټکنالوژۍ شرکت لخوا  جوړه شوې ځايي او ملي‌ بیرقدار اقنجي‌ تعرضي‌ الوتکې بي ماډل لومړنۍ الوتنه په بریالیتوب سره ترسره کړه.

د بایکار شرکت ویلي‌ دي‌ چې د بیرقدار اقنجي‌ تعرضي‌ الوتکې نوي‌ ماډل بي چې  د ۱۵۰۰ هسپاوره ماشین  خاونده ده خپله لومړنۍ الوتنه په ډیر بریالیتوب سره ترسره کړه.

په بایکار شرکت ویلي‌ دي‌ چې د بیرقدار اقنجي‌  دا نوې ماډل اقنجي‌ بي‌ تعرضي‌ الوتکه په بي صنف کې تر ټولو پياوړې تعرضي‌‌ او تر ټولو د لوړ محاربوي‌ طاقت او توان نه برښمنده ده.

اقنجي‌ بي‌ تعرضي‌ الوتکه  په لومړنۍ الوتنه کې یو ساعت او ۱۶ دقیقې په هوا کې پاتې شو.

همداشان دې ډرون الوتکې  پدې لومړنۍ الوتنه کې د ایروډینامیک پیرامیټر  د پیژندو ازمایښت هم په ډیر بریالیتوب سره سرته ورسو.

دا الوتکه د چورلو په هوايي هډه کې د بایکار په تعلیمي‌ او د ازمایښتونو په مرکز کې  وازمایل شوه.

د بایکار شرکت  مشر هالوک بیرقدار د خپل ټویټر پاڼې له لارې په خپور کړي‌ پیغام کې ویلي‌ دي‌ چې د بیرقدار اقنجي‌ تعرضي‌ بې پيلوټه الوتکې دوو هیوادونو ته د صادرولو په اړه قرارداد لاسلیک کړی دی.

بیرقدار اقنجي‌ بي تعرضي‌ الوتکه د ۱۵۰۰ هسپاوره ماشین خاونده ده او انشاالله چې په نږدې راتلوونکې کې به سي‌ ماډل هم  چې د ماشین  طاقت يي ۱۹۰۰ هسپاوره دی الوتنه وکړي.



اړوند خبرونه