ترکیې د( اقنجي پي ټي ۳ ) په نامه تعرضي بې پيلوټه الوتکه په بریالیتوب سره وازمایله.
ترکېې خپله وروستۍ پرمختللې تعرضي بې پيلوټه الوتکه په بریالیتوب سره وازمایله
د ترکیې د بایکار ټکنالوژۍ د شرکت لخوا جوړه شوې اقنجي پي ټي ۳ په نامه تعرضي بې پيلوټه الوتکې د منځنۍ ارتفاع ازمایښت په بریالیتوب سره سرته ورسید.
د بایکار شرکت د تخنیکي چارو رئیس سلجوق بیرقدار د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي پیغام کې ویلي دي چې د اقنجي پي ټي ۳ تعرضي بې پيلوته الوتکې د منځنۍ ارتفاع ازمایښت په ډیر بریالیتوب سره سرته ورسید.
همداشان هغه ددې ازمایښت ویدیو هم نشر کړې ده .
د یادولو وړ ده چې بیرقدار د روان میلادي کال د مارچ د میاشتې په ۲۷ مه نيټه د اقنجي پي ټي ۳ تعرضي بې پيلوټه الوتکې د لومړنۍ الوتنې د ازمایښت د ترسره کولو نه خبر ورکړی وو.
دا الوتکه په خپلو همزولو کې تر ټولو قوي او پرمختللې الوتکه ده.
د ویلو ده چې د ترکیې په وسلو سمبال بې پيلوټه الوتکه په سوریه، لیبیا او قره باغ په جګړو کې خپل قوت او توان ټولې نړۍ ته په اثبات رسولی دی.