داسې ګوتمۍ چې ګوته په ټېلفون بدلوي!
د اوري په نامه يوه ځيرمنه ګوتمۍ يا ګوته چې كولاى شي د ګرځنده ټيلفون يا مبايل دنده اجرا كړي، توليد كړې ده.
777527
دا ګوتمۍ چې په اصل كې د بلوتوت د ټېكنالوژۍ دنده اجرا كوي د مبايل سره وصليږي او بيا د همدې لارې د مبايل دنده اجرا كوي.
كه څه هم تر اوسه پورې دا ټېكنالوژي نوې ده خو تمه كيږي چې په راتلونكې كې به د بلوتوت لرونكې غوږۍ ځاى ونيسي.
هغه څه چې پدې ټېكنالوژۍ كې نوي دي هغه دا ده چې دا ګومتۍ غږ د ګوتې د هډوكي له لارې غوږ ته انتقالوي. پدې ډول به د كاروونكي غږ نور نه اوري.
د اوس لپاره دا ګومتۍ كولاى شي چې د يو ساعت لپاره غږ انتقال كړي خو تمه كيږي چې په راتلونكې كې به دا موده نوره هم زياته شي.
بله مهمه ځانګړتيا يې دا هم ده چې د اوبو پر وړاندې مقاومت لري.