په تاریخ کې نن ورځ څه تیر شوي دي
په تاریخ کې نن ورځ څه تیر شوي دي
1491759
د ۱۸۹۰ میلادي کال د سپټمبر په ۱۶ مه نیټه د ترکیې یوه پوځي بیړۍ جاپان نه د راستنیدو پر مهال د کوشیموتو په سواحلو کې د سمندريتوپان پّ نتیجه کې د سمندر په منځ کې د سترو ګټانو سره د جنګیدو په نتیجه کې ډوبه شوه. پدې پیښه کې۵۴۰ تنه د ترکیې سمندري سرتیري شهیدان شول او یواځې ۶۹ تنه ژوندي وژغورل شول.
د ۱۹۸۲ میلادي کال د سپټمبر په ۱۶ مه نیټه د اسرائیل پلوي فالان جیست مسیحي اورپکو د لبنان په پلازمینه بیروت کې د صبرا او شاطیلا د کډوالو په کمپونو برید وکړ او د ښځو او ماشومانو په ګډون په سلګونو تنه بې ګناه فلسطینیان يي په قتل ورسول.
د ۲۰۱۶ میلادي کال د سپټمبر په ۱۶ مه نیټه د ترکیې د سینما نامتو او نومیالۍ څیره طارق اکان د ۶۷ کلونو په عمر وفات شو.