په تاریخ کې نن ورځ څه تیر شوي
په تاریخ کې نن ورځ څه تیر شوي
د ۱۹۱۸ میلادي کال د سپټمبر په ۱۵ مه نیټه د لومړۍ نړۍوالې جګړې په وروستیو شپو او ورځو کې د جنرال نوري په مشرۍ د عثماني امپراتورۍ د قفقاس اسلامي پوځ د اذربایجان پلازمینه باکو يي د روسې او ارمنستان د اشغال نه وژغوره.
د ۱۹۲۸ میلادي کال د سپټمبر په ۱۵ مه نیټه سکاټلنډي باکتریولوژیست الکساندر فلیمینګ پنسینلین کشف کړ. د ویلو ده چې پنسیلین د دویمې نړۍوالې جګړې پر مهال او وروسته د میلیونونو تنو انسانانو ژوند وژغور. د هغه دې کشف د طب په برخه کې ډیر مهم او حیاتي رول ولوبو. د فلیمینګ سره د پنسلین د جوړولو په چارې کې مرسته کوونکو هاوارد فلوري او ایرنست بوریس شاین په ۱۹۴۵ کال کې د نوبل د طب جایزې لایق وګنل شول.
د ۱۹۳۱ میلادي کال د سپټمبر په ۱۵ مه نيټه د لیبیا د خپلواکۍ د مبارزې مشر عمر مختار د ایټالویانو لخوا په دار وځوړول شو.
د ۱۹۷۵ میلادي کال د سپټمبر په ۱۵ مه نيټه د لبنان په پلازمینه بیروت کې د مسیحیانو او مسلمانانو ترمنځه کورنۍ جګړه پیل شوه. پوره ۷ کاله وروسته په همدې ورځې اسرائیل بیروت اشغال کړ.