په تاریخ کې نن ورځ څه تیر شوي دي.
په تاریخ کې نن ورځ څه تیر شوي دي.
1489589
د ۱۹۲۱ میلادي کال د سپټمبر په ۱۳ مه نیټه د ترکیې د خپلواکۍ د جګړې پر مهال د سکاریا د میدان جګړه چې ۲۱ ورځې دوام وکړ د ترکیې د وسله والو ځواکونو په ګټه پایته ورسیده. پدې جګړه کې یرغلګرو یوناني ځواکونو ته ډیر ستر ځاني او مالي تلفات واړول شول. یونان ځواکونو ددې سترې ماتې نه وروسته د اناتولیا نه د خپلو یرغلګرو ځواکونو ویستو ته اړ شول.
د ۱۹۹۱ میلادي کال د سپټمبر په ۱۳ مه نیټه د ترکیې د فوټبال نامتو لوبغاړی متین اوکتای په یوې ټرافیکي پيښه کې ژوند د لاسه ورکړ.
د ۱۹۹۳ میلادي کال د سپټمبر په ۱۳ مه نيټه د فلسطین د خپلواکۍ سازمان مشر یاسر عرفات او اسراییلو د لومړي وزیر یتزاق روبین ترمنځه اسراییلي ځواکونه د غزې تراړې او لویدیځې تراړ نه د ویستو په اړه په تفاهم ورسیدل