په تاریخ کې نن ورځ څه تیر شوي

په تاریخ کې نن ورځ څه تیر شوي

1489811
په تاریخ کې نن ورځ څه تیر شوي

د ۱۸۱۲ میلادي‌ کال د سپټمبر په ۱۴ مه نیټه  د فرانسې امپراتور ناپولیون بوناپارت او پوځ يي مسکو ونیولو خو روس قومندانانو د ښار نه د وتو سره ښار هم په بل مخ واړو. په ښار کې رامنځته شوې اورلګیدنې چې په ورځو ورځو يي دوام وکړ  نه وروسته روسانو په دوامداره توګه په فرانسوي ځواکونو بریدونه پیل کړل. د روسانو د دوامداره بریدونو او ژمي د سړې هوا له امله فرانسوي‌ ځواکونو ته ډیر زیات ځاني‌ زیانونه واوښتل. د ناپولیون په مشرۍ فرانسې ځواکونه یوه میاشت وروسته د مسکو نه بیرته وتو ته اړ شول او د مسکو نه پر شا شول.

 

د ۱۹۶۰ میلادي‌ کال د سپټمبر په ۱۴ مه نیټه د عراق، ایران، کویټ، سعودي. عربستان او وینزویلا په ګډون د تیلو د صادرونکو هیوادونو لخوا د اوپیک سازمان تاسیس شو. د اوپیک سازمان اوس ۱۴ غړي لري او د ټولې نړۍ نیمايي تیل ددې سازمان د غړیو لخوا تولیدیږي.

 

د ۱۹۸۲ میلادي‌ کال د سپټمبر په ۱۴ مه نیټه امریکايي هنرمند او د موناکو شهزاده ګریس کیلي په ټرافیکي پيښه کې ژوند د لاسه ورکړ. هغه د ۵۳ کلونو په عمر ژوند د لاسه ورکړ.



اړوند خبرونه