په تاریخ کې نن ورځ څه تیر شوي دي.
په تاریخ کې نن ورځ څه تیر شوي دي.
1487879
د ۱۵۰۹ میلادي کال د سپټمبر په ۱۰ مه نیټه د عثماني تاریخپوهانو لخوا کوچني قیامت په توګه نومول شوې د استانبول زلزلې توپان چې ۴۵ ورځې دوام وکړ په استانبول او شاوخوا سیمو کې په زرګونو کورونه ویجاړ کړل او تر لسو زرو تنو ډیر کسانو پکې ژوند د لاسه ورکړ.
/////////
د ۱۹۱۹ میلادي کال د سپټمبر په ۱۰ مه نیټه د لومړۍ نړۍوالې جګړې نه وروسته د اتریش - هنګري د امپراتورۍ د ټوټې ټوټې کولو لامل د ساینت جرمین معاهده لاسلیک شوه. ددې معاهدې له مخې د چکسلواکیا، یوګوسلاویا او هنګري جلا جلا دولتونه تاسیس او رامنځته شول.
/////////
د ۱۹۴۳ میلادي کال د سپټمبر په ۱۰ مه نیټه د جرمني پوځ د ایټالیا پوځ متحدو ځواکونو ته د تسلمیدو د اعلان نه وروسته د نوموړي هیواد پلازمینه روم اشغال کړه.