په تاریخ کې نن ورځ څه تیر شوي
په تاریخ کې نن ورځ څه تیر شوي
د ۱۷۹۵ میلادي کال د سپټمبر په ۵ مه نیټه په مدیترانه کې د عثماني امپراتورۍ په بندرونو کې د امریکايي کښتیو او وګړو د سوداګرۍ په خاطر د ترکیې او امریکا متحده ایالتونو ترمنځه معاهده لاسلیک شوه. امریکا متحده ایالتونو ددې معاهدې له مخې عثماني امپراتورۍ ته په کال کې ۲۱۶۰۰ ډالره مالیې ورکول ومنل. دا معاهده د ۲۹ کلونو لپاره لاسلیک شوه.
///////////////
د ۱۹۱۴ میلادي کال د سپټمبر په ۵ مه نیټه د لومړۍ نړۍوالې جګړې بر مهال تر ټولو خونړۍ د مارني جګړه پیل شوه. د فرانسې او جرمني د ځواکونو ترمنځه پدې نښته کې ۲ میلیونه تنه ځواکونه د یو بل سره مخامخ شول. پدې جګړه کې چې ۶ ورځې دوام وکړۍ څه باندې ۱۰۰ زرو تنو سرتیرو پکې ژوند د لاسه ورکړ.
/////////////
د ۱۹۷۲ میلادي کال د سپټمبر په ۵ مه نیټه فلسطیني وسله والو د ۱۹۷۲ د اولمپیاتو په خاطر د جرمني مونیخ ښار ته راغلو په اسرائیلي سپورت لوبغاړو برید وکړ. پدې برید کې یو تن اسرائیلي سپورت لوبغاړی مړ او ۹ تنه نور يی برمته کړل.
د جرمني د پولیسو او برید کوونکو ترمنځه په نښته کې ۹ ننه برمته شوي اسرائیلي سپورت لوبغاړي، ۴ تنه فلسطیني برید کوونکو او یو تن هم المان پولیس ژوند د لاسه ورکړ.