په تاریخ کې نن ورځ څه تیر شوي
په تاریخ کې نن ورځ څه تیر شوي
1484138
د ۱۲۶۰ میلادي کال د سپټمبر په دریمه نیټه د مملوک ځواکونو د عین الجالوت په جګړه کې د موغلانو پوځ ته سترې ماتې ورکړه چې پدې ډول د سوریط، مصر او عربستان د اشغال مخه يي ونیوله
///////////////
د ۱۹۶۲ میلادي کال د سپټمبر په دریمه نیټه د ایران د قزوین په ولاتی کې په رامنځته شوې زلزله کې لږ تر لږه ۱۲ زرو تنو ژوند د لاسه ورکړ او تر ۲۰ زرو تنو ډیر ټپیان شول.
///////////////
د ۲۰۰۴ میلادي کال د سپټمبر په دریمه نیټه د شمالي اوستیا بیسلان په سیمه کې په یو ښوونځي کې د برمته نیول شوو زده کوونکو د ژغورنې په موخه د روسیې ځانګړو ځواکونو عملیات ترسره کړل. د عملیاتو پر مهال د روسي ځواکونو او برید کوونکو ترمنځه په نښته کې ۳۷۶ تنه چې ډیری زده کوونکي وو ووژل شول او لږ تر لږه ۸۰۰ تنه نور ټپیان شول.