په تاریخ کې نن ورځ څه تیر شوي
په تاریخ کې نن ورځ څه تیر شوي
د ۱۷۱۵ میلادي کال د سپټمبر په لومړۍ نیټه په پنځه کلنۍ کې د پاچاهي په تخت ناست او د ۷۲ کلونه يي د فرانسې د پاچا په توګه دنده ترسره کړي د لمر پاچا په لقب مشهور لوئیس د ۷۷ کلونو په عمر وفات وشو.
/////////////
د ۱۹۰۸ میلادي کال د سپټمبر په لومړۍ نیټه د عثماني امپراتورۍ د پلازمینې استانبول او سعودي عربستان د حجاز ښار ترمنځه نخلوونکې ریل ګاډي پټلۍ رسمآ پرانیستل شوه. پدې نیټه د لومړیځل لپاره یو ریل ګاډی د استانبول د سعودي عربستان د مدینې ښار پر لورې حرکت وکړ.
/////////
د ۱۹۳۹ میلادي کال د سپټمبر په لومړۍ نیټه د ادولف هټلر په مشرۍ جرمني پر پولنډ د برید کلو سره دویمه نړۍواله جګړه رسمآ پیل کړه. دویمې نړۍوالې جګړې چې تر ۱۹۴۵ کال دوام وکړ په نتیجه کې نږدې ۴۰ میلیونو تنو ژوند د لاسه ورکړ او په زرګونو تنه مړه او په میلینونو تنه ټپيان شول . د دویمې نړۍوالې جګړې په ۵۰ مه کلیزه د سپټمبر لومړۍ نیټه د سولې د نېوال ورځې په توګه اعلان شوه.
///////////
د ۱۹۸۵ میلادي کال د سپټمبر په لومړۍ نیټه د امریکا سمندرونو متخصص روبیرت بالارد او ډلې په ۱۹۱۲ کال کې ډوبه شوې د ټیټانیک کښتۍ وموندله.