په تاریخ کې نن ورځ څه تیر شوي

په تاریخ کې نن ورځ څه تیر شوي

1481697
په تاریخ کې نن ورځ څه تیر شوي

 

د ۱۸۷۶ میلادي‌ کال د اګست په ۳۱ مه نیټه  د عثماني‌ دولت پاچا پنځم مراد د تخت نه ښکته کړی شو او پر ځای د هغه ورور دویم عبدالحیمد په تخت کیناست او پاچا شو. سلطان دویم عبدالحیمد خان د عثماني امپراتورۍ د ۳۴م پاچا په توګه تر ۱۹۰۹ کاله پورې د عثماني‌ امپراتورۍ مشري په غاړه درلوده.

 

//////////

د ۱۹۹۱ میلادي‌ کال د اګست په ۳۱ مه نیټه قرغیزستان د شوروي‌ اتحاد د ویشل کیدو نه وروسته خپله خپلواکي رسمآ اعلان کړه.

 

//////////////

د ۱۹۹۷ میلادي‌ کال د اګست په ۳۱ مه نیټه د انګلستان شهزادګۍ دیانا د خپل ملګري دودي الفیض سره په پاریس کې په ترسره کړې ټرافیکي‌ پیښه کې ژوند د لاسه ورکړ.

 

///////////////

د ۲۰۰۵ میلادي‌ کال د اګست په ۳۱ مه نیټه د عراق په پلازمینه بغداد کې په یو پل کې د رامنځته شوې ګڼې ګوڼې په نتیجه کې څه باندې ۱۰۰۰ تنو ژوند د لاسه ورکړ.



اړوند خبرونه