په تاریخ کې نن ورځ څه تیر شوي
په تاریخ کې نن ورځ څه تیر شوي
د ۱۹۲۲ میلادي کال د اګست په ۳۰ مه نيټه د استقلال جګړه د ترکیې د وسله وال پوځ په ګډه پایته ورسیده. د ترکیې د جمهوریت موسس مصطفی کمال اتاترک چې پخپله د دوملو پنار د جګړې قومنداني په غاړه درلوده یوناني ځواکونو ته ډیره ستره ماتې ورکړه او د یوناني ځواکونو عالی سر قومندان تري کوپیس او د مرستیالانو او افسرانو سره یو ځای اسیر ونیولو.
/////////
د ۱۹۸۸ میلادي کال د اګست په ۳۰ مه نیټه د عراق د پوځ نه راتښتیدلي او ترکیې په پوله کې ځای په ځای شوي نږدې ۵۰۰ زره تنه عراقي کوردان د ترکیې د حکومت د اجازې نه وروسته ترکیې ته راداخل شول.
//////////
د ۱۹۹۵ میلادي کال د اګست په ۳۰ مه نيټه ناټو سازمان د مارقلعه د عام وژنې نه وروسته د بوسنیايي سربي ځواکونو پر خلاف هوايي عملیات پیل کړل.
د ویلو ده چې ددې عملیاتو په ترڅ کې د دویمې نړۍوالې جګړې نه وروسته تر ټولو ستر هوايي بمباري ترسره شوه