په تاریخ کې نن ورځ څه تیر شوي

په تاریخ کې نن ورځ څه تیر شوي

1480039
په تاریخ کې نن ورځ څه تیر شوي

 

د ۱۳۸۹ میلادي‌ کال د اګست په ۲۷ مه نيټه عثماني‌ امپراتورۍ پوځ د کوسووا په جګړه کې سربانو پوځ ته ستره ماتې ورکړه.د عثماني‌ امپراتورۍ پاچا سلطان لومړی مراد ددې ستر بري نه وروسته د جګړې  د میدان نه د لیدنې پر مهال د یو تن ټپي سرب عسکر لخوا ووژل شو.

/////////////

د ۱۹۸۲ میلادي‌ کال د اګست په ۲۷ مه نيټه  په کاناډا کې د ترکیې د سفارت عسکري‌ اتشه ډګروال اتیلا التقات د اسالا په نامه د ارمني‌ ترهګري سازمان لخوا د وسله وال برید په ترڅ کې په شهادت ورسید.

////////////

د ۲۰۰۷ میلادي‌ کال د اګست په ۲۷ مه نيټه  د یونان د مورا په نیمه ټاپو وزمه کې په ځنګلونو کې اور لګیدنه رامنځته شوه چې دوه دریمه برخه ټاپو وزمه ددې اورلګیدنې نه سخت اغیزمن شو. پدې پیښه کې ۶۲ تنو ژوند د لاسه ورکړ او حکومت په سیمه کې بیړنی حالت اعلان کړ.



اړوند خبرونه