په تاریخ کې نن ورځ څه تیر شوي دي
په تاریخ کې نن ورځ څه تیر شوي دي
د ۱۵۱۶ میلادي کال د اګست په ۲۴ مه نیټه د میرجیدبیق په جګړه کې د یاوز سلطان سلیم په مشرۍ عثماني پوځ د مملوک پوځ ته ستره ماتې ورکړه. پدې ډول يي سوریه، لبنان او فلسطین ونیول او د عثماني امپراتورۍ تر کنټرول لاندې راغلل.
د ۱۵۷۲ میلادي کال د اګست په ۲۴ مه نیټه په فرانسه کې کاتولیک مسیحیان د نهم پاچا چارلس په امر په بې وسلو پروتیستان مسیحیانو برید وکړ چې په نتیجه کې په لسګونو زره تنه ووژل شول. دا پیښه په تاریخ کې د ساینټ بارتولومه د قتل عام په توګه ثبت وشې ده .
د ۱۹۹۱ میلادي کال د اګست په ۲۴ مه نیټه د شوروي اتحاد ولسمشر میخایل ګورباچوف د کمونیست ګوند د فسخه کولو غوښتنه وکړه او د ګوند د عمومي مشرۍ نه يي استعفا وکړه. په همدې ورځ ایستونیا، لیتونیا او اوکراین د شوروي اتحاد نه جلا شول.
د ۲۰۱۶ میلادي کال د اګست په ۲۴ مه نيټه د ترکیې وسله وال پوځ په سوریه کې د داعش ترهګرې ډلې او پ ک ک ترهګري سازمان د څانګې پ وای ډي پر خلاف د فرات ډال پوځي عملیات پيل کړل.