په تاریخ کې نن ورځ څه تیر شوي‌ دي

په تاریخ کې نن ورځ څه تیر شوي‌ دي

1477485
په تاریخ کې نن ورځ څه تیر شوي‌ دي

 

د ۶۳۴ میلادي‌ کال د اګست په ۲۳ مه نیټه د اسلام د ستر پيغمبر حضرت محمد ص تر ټولو نږدې ملګری او لومړی خلیفه حضرت ابوبکر رض د ۶۳ کلونو په عمر ددې فاني‌ نړۍ نه سترګې پټې کړې.

 

 

د ۱۵۱۴ میلادي‌ کال د اګست په ۲۳ مه نیټه د عثماني‌ امپراتورۍ او ایران د صفوي دولت ترمنځه د واک مبارزه د چالدران په جګړه د عثماني‌ ځواکونو په بري سره پایته ورسیده. د عثماني‌ امپراتورۍ د پاچا یاوز سلطان سلیم خان په مشرۍ عثماني‌ ځواکونو د چالدران په جګړه کې اسماعیل شاه په مشرۍ صفوي‌ ځواکونو ته سترې ماتې ورکړه.

 

د ۱۹۲۱ میلادي‌ کال د اګست په ۲۳ مه نیټه د ترکیې د خپلواکۍ او استقلال د جګړې پر مهال تر ټولو ستونزمنده او سخته د سکاریا د میدان جګړه پيل شوه.

پدې جګړه کې عثماني‌ ځواکونه چې د یوناني‌ ځواکونو په مقابل کې د سکاریا سیند ختیځ ته په شا شول او دفاعي‌ خط يي جوړ کړ. دا جګړې چې ۲۱ ورځې او ۲۱ شپې دوام وکړ او په ترح کې  عثماني‌ ځواکونو انقرې ته د یوناني ځواکونو انقرې ته د پرمختګ مخنیوی وکړ.

 

د ۱۹۳۹ میلادي‌ کال د اګست په ۲۳ مه نیټه پخوانیي‌ شوروي او جرمني  په یو بل د نه برید کولو پکټ لاسلیک کړ.

دې تړون په اصل کې هیټلر ته د پولنډ اشغالولو ته لار اسانه.



اړوند خبرونه