په تاریخ کې نن ورځ څه تیر شوي دي
په تاریخ کې نن ورځ څه تیر شوي دي
د ۱۶۴۲ میلادي کال د اګست په ۲۲ مه نیټه په انګلستان کې ۹ کلنه کورنۍ جګړه پیل شوه. دا جګړه چې د شاهي نظام او پارلماني نظام د پلویانو ترمنځه پیل شوې وه د ۱۹۵۱ میلادي کال د سپټمبر په دریمه نیټه د پارلماني نظام د پلویانو په ګټه پایته ورسیده.
د ۱۸۱۲ میلادي کال د اګست په ۲۲ مه نیټه په اردن کې د پیترا لرغونې او تاریخي سیمه د سویسي سیاح جوهان برکهاردت لخوا کشف شوه. د پیترا لرغوني ښار د میلادي نه مخکې د ۴۰۰ کلونو او میلاد نه وروسته د ۱۰۶ کلونو ترمنځه يي د نباتیانو دولت پلازمینې وه چې د روم د اشغال نه وروسته په ۴۰۰ م میلادي کلونو کې د زلزلې او اقتصادي ستونزو له امله خپل اهمیت د لاسه ورکړ او وروسته بیا په کنډوالې بدل شو او خلکو ترینه نورو سیمو ته کډوه وکړه او دا سیمه هیره شوه.
د ۲۰۰۰ م میلادي کال د اګست په ۲۲ مه نیټه اذربایجان پخوانی ولسمشر ابوالفضل ایلچي بای د ۶۲ کلونو په عمر ومړ . د ایلچي بای د جنازې په مراسمو کې نږدې یو میلیون تنو ګډون کړی وو.